افغانستان

حکمتیار: بهرنیان د سولې پروسې انحصارول غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي ګوند مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې د دوحې بین الافغاني ناستې په اړه غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي حکمتیار ویلي چې بهرنیان غواړي د افغان سولې پروسه انحصار کړي او د طالبانو سره د خبرو لپاره تللی پلاوي په ټاکنه کې افغان حکومت هېڅ رول نه لري.

د کابل څخه تېره ورځ نېږدې ۵۰ تنه افغان سیاستوال، پارلمان وکیلان، د مدني ټولنو فعالان، یو شمېر دولتي چارواکي، ژورنالستان او ځوانان دوحې ته ته د سولې په اړه جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون په موخه لاړل. دغه کنفرانس کې د طالبانو ۱۷ کسیز پلاوي هم ګډون کولو.

حکمتیار چې نن يې په کابل کې یو خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې بهرنیان غواړي یوه مهم ملي مسئله انحصار کړي او د قطر بین الافغاني خبرې یې یو مثال دی او په اړه نه اشرف غني او نه یې حکومت پوه دی.

په عین حال کې د سولې عالي شورا مرستیال عبدالحق حقیار د دوحې کنفرانس په تړاو ویلي چې د افغانانو لپاره د سولې دروازه خلاصه شوې خو دوی د امریکا ا طالبانو تر منځ خبرو لپاره خوشبین نه دي.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د اوږدې مودې راهیسې مذاکرات روان دي چې اووم پړاو یې د اوو ورځو خبرو وروسته د دوحې کنفرانس له کبله دوه ورځې وځنډول شو. ټاکل شوې چې د جولایي په نهمه ورځ به د امریکا او طالبانو تر منځ مستقیمې خبرې اترې یوځل بیا پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
14 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

اوه دی اوس په پوه شو
شيطانان دی ټينګوه ، اسلامی نظام در روان دی . ان شاءالله

داود

الله د دې بیوځلی ته هدایت وکړی. دی او هم فکر کوی چې د ده اصلی ماهیت څوک نه پېږنی. الله هر بنده د خلکو له آزاره وساتی. خدای چې سړی ووهی نو هغه لکه ربانی، سیاف او حکمتیار غوندې ېشی. الله ‌‌‌‌‌‌ډې حکمتیار ته هدایت وکړی.

حامد الله

له تاسو به یې زده کړو چې اصلي ماهيت یې څه دی، اسلام مو د دوی زده کړی، حتی سياسي الفاظ مو له ده کاپي کړي، نور يې اصليت څه دی، الله چې څوک ووهي بیا ستاسو په شان شي چې په لاس یې زرګونه افغانان وژل کېږي مګر د دوی ضمير مړ وي، د اسلام صريح آیتونه دوی ته احساس نه شي ورکولای، زړونه یې تور شوي وي، حکمتيار صاحب له سیاف سره مه پرتله کوه، دا ستاسو په کم عقلۍ او کمې مطالعې دلالت کوي، ړوند تعصب په سر اخيستي ياست، تر کوم ځایه به مو دا مرکب… نور لوستل »

عماد

حکمتیار صیب خو د بهرنیانو د شپنیو عملیاتو، انتخاباتو او د بهرنیانو د مداخلو په اړه هم مفصلې او ډيرې مهمې خبرې وکړې، تاسو ولې ورته اشاره نه ده کړې، ستاسو په اوړو کې هم شګه ده. په داسې مسایلو کې د اختلافاتو په ځای حق ته ترجیح ورکوئ، خدای ج د حق مل وي د هغو نه چې په زړو کې ېې مرض وي.

حامد الله

عماد وروره، ښه پوهېږې چې داسې کسان اتحاد او یووالي ته ژمن نه دي، ځکه هغه نقطې چې لانجه ترې راولاړېږي شريکوي، د دوی حقیقت ټولو ته معلوم شوی، هغه هم د دوی د حکومت پر مهال، چې پر ږيره به یې خلک زورول، خو مګر بیا چې به ورسره د پاکستان د وزير ليک ؤ، په ټول افغانستان کې به پراخ مټ ګرځېدل، پنجابیانو د افغانستان په ولايتونو کې وظیفې تر سره کولې، افسوس د دوی پر حال، چې دوی اوس هم ځان ته مستقل وایي

حامد الله

هغه طالبان چې د ولس پرته یې حکومت کول غوښتل ناکام شول او نه توانېدل چې حکومت وکړي، دومره بې برکته وخت ؤ چې هيڅ باران نه کېدو، فقط دومره یې وکړل چې چپيانو ته یې دا فرصت برابر کړ چې د یوې لونګۍ په سر کولو باندې د مجاهدينو څخه غچ واخلي، طالبانو خو مجاهدين خالي سلاح کړل، کومه چې د امریکایانو هدف وو او د دوی د لارې ورورسېدل، که دوی فکر کوي چې بیا هم له حزب اسلامي پرته افغانستان کې حکومت وکړي، دا خوب دې نه ويني، د افغانانو غوڅ اکثريت د حزب اسلامي تر شا… نور لوستل »

حامد الله

جميل صاحب ليکلي چې اسلامي نظام در روان دی، هههههه له کومه ځایه را روان دی، مونږ په دې پوهېږو چې تاسو غواړئ له هغه ځایه اسلامي نظام راولئ چې هغوی ته مجاهدينو ماتې ورکړې، هغوی د اسلام ختمولو پسې را خيستې، له روس او ایران را ته اسلام را ولئ، دا تش په نامه اسلام دې تاسو ته مبارک وي

احمد

حامده وروره كه ته وس هم د حكمتيار پسي روان يي نو تأته اړينه ده چه دير ژر يو رواني داکټر ته مراجعه وکړي

جميل

اسلامی نظام و کابل ته د خيره سره در روان دی هلته چی مو مشر و غاصب کفارو او غلام دولت ته تسليم شوی او په هغو ځان ساتی ، کور ، خوراک او پوشاک يی هم هغوی ورکوی ، دی(مشر مو) تر هغو هم ذليله دی پدی چی دی وهغوته يو تسليمی او هغوی يی مالکان دی .
شيطانان مو ټينګوی اسلامی نظام در روان دی .

عبد الله

د یو غت شخص د زوی خخه می پوشتنه وکره چی تاسو ولی پر فلانکی زای د کرزی نوم کیشود؟؟ وویل همدی کی مو گته ده. هغه متل دی هر سوک خپل دول ته اتن کوی خو باور وکی که د اولس یا حکمتیار صاحب خوش وی یا طالب. وایی دواره د غلامی طوق په غاره گرزی. هغه شرمیدلی غوارو چی وطن یی شرمولی دی.

Hidayat shinwaray

دا تش په نامه اخوانی ډلی او،ټپلی خپل ځانونه په افغانستان کی د اسلام ټیکدارن او تجاران بولی نو ځکه دوی په دغه خبره چی گوبا کی اسلام در روان دی خپل ډیر شدید عکسل العمل یی خودلی او بل چاته دا حق نه ورکوی چی د اسلام په استازیتوب باندی څوک خپل اواز اوچت کڕی بلکی د گلبدین ټاپه او جواز ته اشد ضرورت لری چی د اسلام غږ را پورته کڕی، پرته له دوی د اجازی څخه هیڅ څوک داحق نه لری چی خپل نظر هم لا ورکڔی. لمڕی باید له دوی سره جوڕ جاڔی وشی او بیا… نور لوستل »

عبد الله

شینواری صاحب سلامونه، ایا ستاسو نظر یوازی د افغانی اخوانیانو په اروند دی که تول اخوانی حزب مو هدف دی؟؟؟ زکه خارجی اخوانیان چی مایی کتابونه او لیکنی مطالعه کری بد خلق نه معلومیزی لکه د فی ظلال القران مصنف شهید سید قطب، حسن البنا، یوسف قرضاوی، شهید مرسی او داسی نور. دا زموژ زینی اخوانیان لکه گلبدین، سیاف او ربانی جنایات خو تولو ته معلوم دی.

محمد خالد

هوالله اقای شینواری طوریکه از نام مستعارت پیداست که به دور از اسلام مومنین بوده یعنی ذهن وضمیرکور خودات وهمفکران تش په نامه اسلام که سخنان ات برمحور تعصب وچیزی دیگری را بازگو نمی نماید سخان شما به مثابه ان میباشد که شما می خواید افتاب را به دوانگشت پت نماید ولیکن افتاب افتاب هست هیچ گاه پت نمیشود واخوانیان که از ابتدای ظهور انها درجهان اسلام تا به امروز میلونها شهیدمیدهند میلونها نفرها انها راهی زندانها میشوند وهر لحظه منتظر شهادت هستند واز خط اصیل انها(اسلام) یک انچ عقب نشینی نمی نمایند بفکرم سخنان پوج خودرا که از حلقوم… نور لوستل »

Hidayat shinwaray

قدرمند عبدالله وروه زما غرض صرف دغه داخلی غداران دی.
دغه ازمویل شوی بی حیاء او ارزان قیمته خاینان دی چی د رنگریز ( انگریز)په خمر کی رنگ شوی دی.

Back to top button
14
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x