افغانستان

طالبانو د افغانستان دننه له بهرنیانو سره لیدنې رد کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د یوې اعلامیې له لارې هغه راپورونه رد کړل چې ادعا پکې کېده طالبانو په میدان وردګو ولایت کې د امریکا او ناټو له پوځي چارواکو سره لیدلي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټويټر لیکلي «ځینو رسنیو افواهات خپاره کړي چې ګنې په میدان وردګو یا کوم بل ځای کې امریکایانو د مجاهدینو له قومندانانو سره لیده کاته کړي. موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو. له امریکایانو سره یواځې د اسلامي امارت سیاسي استازي لیده کاته لري، د شخصي تماسونو په اړه دا ډول راپورونه حقیقت نه لري.»

طالبان وروسته له هغه دا  غبرګون ښيي چې تېره ورځ کابل نیوز تلویزون د خپلو سرچینو په حواله ولیکل « د وسلوالو طالبانو قوماندانانو او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو  د عمومي قوماندان سکاټ میلر تر منځ په میدان وردګو ولایت کې لیدنې شوې».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x