افغانستان

طالبانو په جوزجان کې نیول شوي دولتي سرتېري ازاد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د جوزجان ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ د نیولو په مهال د جګړې په ډګر کې نیول شوي دولتي سرتېري پرېښودل.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکي « د جوزجان په قوش تپه کې د نیول شوو پولیسو باقي پاتې ۴۰ تنه هم د سپین ږیرو په غوښتنه او همدردۍ او په دې تضمین اخیستلو سره چې بیابه د دښمن لیکو ته نه ورځي، له زندان څخه خوشي شول او د کرایې په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول شول.»

یاده دې وي چې د قوشتیپې ولسوالۍ د سقوط په مهال تر ۱۵۰ پورې دولتي سرتېري مړه او ورک وو او د همدې شمېرې زیاته برخه طالبانو ته په لاس ورغلي وو، څه موده وړاندې طالبانو د خپل مشر په امر ۴۷ تنه پرېښودل او پاتې یې تېره ورځ خلاص شول.

طالبان داسې مهال دولتي عسکر له خپلو زندانونو خلاصوي، چې د افغانستان په هر کونج کې جګړو او نښتو زور اخستی، ګډو ځواکونو خپلو شپنیو عملیاتو ته زور ورکړی چې زیان یې تر ډېره عام ولس ته اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x