افغانستان

حاجی دين محمد: د طالبانو دريځ له اوسني عصر سره برابر دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل):  د سولې عالي شورا مرستيال او د قطر بین الافغاني غونډې ګډونوال حاجي دين محمد له طالبانو سره له روانو خبرو خوښي ښکاره کړې او وايي، د طالبانو دريځ له اوسني عصر سره برابر دی.

حاجي دين محمد زیاته کړې، چې طالبان د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه کوي او نه هم د امنيتي بنسټونو د ړنګولو غوښتنه کوي.

خو د قطر ناستې يوې سرچينې ويلي، چې طالبان پوهنتونونو او ښوونځيو کې د ګډ تعليم مخالف دي او ټينګار کوي، چې د نجونو او هلکانو د زده کړو ځايونه بايد جلا جلا وي.

د سولې عالي شورا مرستيال وایي، د تېرو بین الافغاني ناستو په پرتله د دوحې ناسته ډېره ګټوره ده او هر لوری په اسانه خپلې پوښتنې مطرح کولی شي.

هغه دا هم ويلي، له طالبانو سره له روانو خبرو دې پایلې ته رسېدلی، چې هغوی د روان نظام برخه جوړېدل نه غواړي او ډېره يې هيله يې همدا ده، چې دوی واکمن شي او نور افغانان له ځان سره شريک کړي.

تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحه کې بین الافغاني ناسته پيل شوې او په دغه ناسته کې د طالبانو سربېره د ګډ حکومت ځينې چارواکي، خبريالان، د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو استازي ګډونوال دي او هر لوری د افغانستان روانې کشالې په اړه خپل نظرونه وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x