افغانستان

جان سوپکو: امریکا او متحدینو یې میلیاردونه ډالر په افغانستان کې ضایع کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو څارونکی جنرال «جان سوپکو» په افغانستان کې د امریکا او متحدینو هڅې او دلته په امنیتي سکتور کې د بودیجې مصرفول بې ګټې  بللي.

ماندګار ورځپاڼه د جان سوپکو په حواله لیکي « امریکا او متحدینو یې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې ۱۳۲ میلیارده ډالر لګولي خو ددې پیسو زیاته برخه شخصي جیبونو ته تللې، امریکا په افغانستان کې د پروژو د پلې کولو لپاره پيسې مصرف کړې خو د هغوی د څارنې لپاره یې کومه منظمه طرح نه ده جوړه کړې او نه هم د افغانستان خلګ توانېدلي له دې پروژو څارنه او د هغوی ساتنه وکړي».

سوپکو زیاتوي « په افغانستان کې ډېرو امنیتي چارواکو هغه پیسې د خپل ملکیت برخه ګرځولي چې له پولیسو او د ولتي سرتېرو سره یې د مرستې په نامه ایستلې».

د سوپکو په خبره، د یوې منظمې طرحې او د افغانستان د چارواکو او امریکایانو تر منځ نه همغږي ددې لامل شوې چې افغانستان لا هم د نشه یي توکو د ستر تولیدوونکي هیواد په حیث پاتې شي».

جان سوپکو داسې مهال په افغانستان کې د ۱۳۲ میلیاردو ډالرو لګولو خبره کوي، چې په دې اتلسو کلونو کې له دومره زیاته اندازه مرستو سره، سره لا هم افغانستان په هیڅ برخه کې په پښو نه دی درېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

که طالبان غواری په تولنه او نری کی محبوبیت ترلاسه کری باید د افغان حکومت سره په خبرو او تفاهم کی دا یو له خپلو شرایطو کری چی تول هغه چارواکی چی زمکی یی غصب کری او یا زیاتی سرمایی خاوندان شوی حساب او عدالت ته حاضروی، دا تعهد او ضمانت نه یوازی د افغان حکومت خخه باید تر لاسه کری بلکی د بین المللی تولنی خخه هم د پوره همکاری تضمین خپل کری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x