افغانستان

بغلان: طالبانو د دولتي سرتېرو مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل):طالبانو د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې  د دولتي سرتېرو د قرارګاه نیولو او هغوی ته د درنو مالي او ځاني زیانونو اړولو خبر ورکړی.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» لیکلي «تیره شپه دبغلان ولایت پلخمري ښار دوهمې حوزې اړوند بابانظر سیمه کې د مزدور دښمن مهمه قرارګاه(بیس)فتحه شوه. همداډول دکومکي دښمن ۵ ټانګونه ویجاړ، ۱۳ تنه عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي. په سیمه کې د ګوډانو په نوم قرارګاه هم ترمحاصرې لاندې ده.»

د مجاهد په خبره، په یاد برید کې یو طالب وژل شوی او ۲ نور ژوبل دي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د بغلان ولایت مقام او امنیتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساهل حزبې

په دې جنګ کې دواړه لورې ##### دې

محمد خالد

هوالله بخدا حیرانم به این روند از یکطرف بطرف صلح واشتی دعوا مینماییم واز طرف دیگر جنگ کاش این جنگ تلفات نیروهای خار جی را بالا میبرد کاش ای عسکر نیروهای کفری کشته میشدند درحالیکه عکس قضیه هست همه تلفات این جنگ ها همه مردم ومظلوم این سرزمین هست اگر طالب هست ویا غیر طالب بیایید صادقانه بخاطر رضای الهی هرقدم را که میردارم مخلصانه وصادقانه باشد نه منافقانه که راه نجات مردم خاک دین ما دراین هست حیرانم بخداحیرانم مجاهد صاحب هم بیدون مسولیت که دربرابر خدا خاک واین سرزمین نعره زنان همه عملیات های استشهادی وغیر استشهادی خودرا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x