افغانستان

خلیلزاد: افغانانو لپاره سوله تر ټاکنو اړينه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، افغانان له ټاکنو زيات سولې ته اړتيا لري.

خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحه کې رسنيو ته ويلي، له طالبانو سره له څلورو موضوعاتو څخه په درې هوکړې ته رسېدلي او هيله يې ښکاره کړې، چې تر راتلونکي سپټمبر مياشت پورې به له طالبانو سره هوکړې ته ورسيږي.

خلیلزاد زياته کړې، چې طالبانو سره يې فاصلې لنډې شوي، خو لا هم يوه موضوع د دواړو غاړو ترمنځ جنجالي ده.

هغه د طالبانو او امريکا ترمنځ  د جنجالي موضوع له يادولو ډډه کړې ده.

د امریکا خاص استازي په وينا د افغانستان کشاله يوازې د امریکا او طالبانو په خبرو نه حل کيږي، بلکې طالبان باید له افغان حکومت او سیاسي ګوندونو سره هم مذاکرات وکړي او داخلي ستونزو ته د حل لاره ولټوي.

خلیلزاد وايي، د افغانستان روانې کشالې د سياسي حل هوکړې ته په رسېدو به طالبان او افغان حکومت دواړه ګټونکي وي او هېڅ لوری به د ناکامۍ فکر ونه لري.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ په دوحه د جرمني او قطر به کوربه توب بین الافغاني ناسته پيل شوې ده.

د بین الافغاني ناستې يوه ګډونوال او د سولې عالي شورا مرستيال له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو سره روانه بین الافغاني ناسته تر پخوانيو متفاوته او ګټوره بللې او هيله يې ښکاره کړې، چې د تشريفاتي ناستو پر ځای دغه ډول رښتينې ناسته په سولې کې مرسته کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x