د اوسیدو رانه معنی ورکه ده!

سید عبیدالله نادر

نن راته ښکاري چې دنیا ورکه ده
زما د مینې محبوبا ورکه ده

هومره حالاتو کړولی یمه
چې مې په شونډو کې مسکا ورکه ده

د ظلمتونو دي وزرې خپرې
د معرفت ګوندې رڼا ورکه ده

زړونو دنیا ده له کینو نه ډکه
له دې ماحول ضلح و ضفا ورکه ده

چې په غمـګین خاطر مې راوړي ښادي
خدایږو د خولې هغه خندا ورکه ده

د رنځ عــلاج ته مې پردي ګرم نه دي
ځکه له ما څخه  دوا ورکه ده

شولو یوسف رانه په څو پیسو خرڅ
اوس د خیالونو زلیخا ورکه ده

هومره شوې لوبې په تقدیر زمونږه
چې لار د حل له مسیحا ورکه ده

زړه مې درزیږي چې انصاف ورک نه شي
چې خلـکو سترګو نه حیا ورکه ده

د بېباکانو دغه خیر دی پاتې
چې رانه نن لار د سبا ورکه ده

په مدرسو کې مې طالب شو ګمراه
سپیڅلي دین ترې مدعا ورکه ده

دود و دستور له یارانې تللې دي
د ګلرخانو نه وفا ورکه ده

د خرقه پوشو  له ریا توبه ده
چې یې له قول څخه رښتیا ورکه ده

چې په پوهنې خپل کلام کړي موزون
د صاحبدل خوږه وینا ورکه ده

په قافلې کې د ژوندون  را اوړم
د اوسیدو رانه معنی ورکه ده

په جهـان تل وي خوش قسمته هغه
چې یې د زړه څخه  سودا ورکه ده

غلی احساس دومره ،زبیښلی یمه
چــې رانه نن لار  د سبا ورکه ده

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د