جنګ، اشغال او ختم يې

د،ب، هيښ

ټول جنګونه د زورورو له لوري په کمزورو او ضعیفو تحميل شوي دي او دا تر هغه وخته دوام کوي چې يا کمزوری لوری کاملاا دپښو ولويږي او يا  زورور سره مقابله د ضعيف  له لوري دومره اوږده ، قوي او منظمه شي چې زورور نور د جنګ په دوام کې د ګټې په ځای تاواني شي ، هغه منابع چې د جنګ خرڅ او دوام د پاره يې کارول په کمېدو شي او  دجنګی ډلو د جنګ فوقيت  په سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي او تبليغاتي لحاظ نور ديوه لوري په محور نه څرخيږي.

د هر جنګ د ختمولو د پاره د مبارزې دوې لارې دي :

نظامي او سياسي 

اکثره نظامي تجاوز ونه  او دنورو ملکونو اشغال او جنګ جوړول دنظامي لارو نه په استفادې صورت نيسي ، خو دجنګونو  ختم يې هميشه يا دزورورو له لوري د کمزوریو کامل تر اختيار لاندې راوستل دي او  که د مقابل لوري دڅمولو وس پيدا نه کړي بيا د   سياسي مذاکراتو له لارې بايد جنګ ختم کړي  ځکه هيڅ قدرت او اعمالوونکي يې د ابدي جنګ حوصله ، منابع او وس نه لري  ، نو بايد  بله لاره چې د سياسي مذاکراتو ده تعقيب کړي.

کاشکي  د يوې  منازعې د حل د پاره سياسي طريقه چې وروسته ورته د جنګ لوري خصوصاا زور والا مراجعه کوي اول کې   کارول شوې وائ ، نو د جنګ کولو ته ضرورت نه و . مګر دزور والا فقط د اسلحې داستعمال  په منطق باور لري او همدا پوچ تفکر دئ ، چې د بشريت په تاريخ کې د ميليون هاوو انسانانو د مرګ ، خرابيو او برباديو فاجعه يې منځ ته راوستلې ده .

د افغانستان اوسنی  جنګ د امريکايي نظامي  وحشيانه اشغال نه را پيدا شو . دا جنګ د نړۍ په تاريخ کې تر ټولو اوږد ،  پر مصرفه  ،د جنګ دلوريو د نظامي تجهيزاتو ، مالي منابعو ، تخنيکي او تکنالوژيکي وسائلو ، ميډيايي امکاناتو  او د هېوادونو  د ائتلافي شمير  د مقايسې له کبله  د دنيا په تاريخ کې بې مثاله دئ او هېڅ چا يې په اوسني حالت بدلېدل نه شوائ محاسبه او  تصور کولائ ، چې د جهان لوی قدرت او څو څلويښت مؤتلفين به ديوه عاجز ، غريب او فقير  خو په ازادۍ مين  اولس سره په مقابله  کې د داسې وضعيت سره مخامخ کيږي چې يوې خواته پاڼ او بلې ته يې پړانګ پروت  وي او حيران پاته وي چې څه شان ځان ته نجات ور کړي .

امريکايانو  د خپل غرور ، غلطي محاسبې او د وارخطايی په اساس په افغانستان نظامي -وحشيانه  يرغل وکړ او زموږ ملک يې اشغال کړ او په دې بشري جنايت يې بې له ځاني او مالي تاوان نه هېڅ په لاس را نه وړل او اوس پوه دي چې هېڅ به په لاس را نه وړي ، نو د څه دپاره نور دلته پاته شي او په کوم قیمت ؟
په همدې اساس يې  د جنګ د دوام د مخنيوي   دپاره د اشغال ختمولو ته چې د جنګ اصلي علت و تمايل او شوق ډېر شوئ دئ .

افغانستان په وچه کې ګير هېواد دئ ، که هر څومره غني طبيعي منابع ولري (؟؟؟؟؟؟؟؟؟) خو ترې استفاده او کنترول  يې ،بې د همسايه ګانو   سره د تفاهم او نيک نيت نه   ناممکن دئ او په دې خبره يو ماشوم هم پوهيږي .

يو خو د موږ لاپوکان او دبړه ماران دي چې سترګې پټې او خوله خلاصه کړي او په دروغو ، پروپاګند او اپلتو شروع وکړي ، تر څو شوم شخصي او يا بانډي غرضونه او اهداف يې ميسر شي   .

بل واقعيت او حقيقت دئ  او هغه دا چې افغانستان امريکاته چې فقط په ثروت او منابعو پسې يې ګرزي ، هېڅ ارزښت نه لري  ، نه ددې  غوړو خبرو (دموکراسي ، دبشر حقوق ، ازادي او .. ) په کيسه کې ده  او نه ورته تعهد لري ، دلته نه دومره غټ ثروت (تر اوسه فقط د تبليغ او اوازو په بڼه او بې له علمي او تحقيقي اسنادو دلويو طبيعي زيرمو خبرې دي  ) شته او نه يې د استخراج او استفادې فائده مند امکان   ( که احياناا دا طبيعي زېرمې وجود ولري  البته استخراج او انتقال به يې دومره ګران وي چې تر غوا به دپړي لګښت زيات وي  ) چې د امريکايانو د حرص او استثمار تنده پرې ماته شي .

دوه وارې يې د افغانستان نه د يوې وسيلې په توګه استفاده وکړه .

اول وار په اتيايمه کالونو کې يې د خپل رقيب اتحاد شوروي او وارسا تړون سره د يوه ارزانه حتا مفت سنګر په شکل  افغانستان او افغانان استعمال کړل  .  همدا خلک او سازمانونه چې اوس سر ترې ټکوي او خپل   نظامي تجاوزونه پرې توجيه کوي ، خپله امريکايانو    د ټولې دنيا نه راټول او ارزانه استخدام کړل ، تجهيز يې کړل ، تقويه يې کړل ، د مېډيا په وسيله يې مشهور کړل ، تر څو د اتحاد شوروي او سوسياليستي اليانس سره مقابله وکړي ، چې بالاخره دشوروي په ړنګېدو او د وارسا تړون په لغو کیدو سره يې دا هدف لاسته راوړ او خپله اعظمي استفاده يې د ميليونو افغانانو د تلف کېدلو ، ميليونو په اواره کېدلو او ميليونو په زخمي او معيوب کېدلو په بيه لاسته راوړه  . نور يې افغانستان ته شا کړه . د جنګ څپلي افغانستان په سياسي -اقتصادي او اداري جوړښت کې يې چې افغانستان سخت ضرورت ورته درلود هیڅ مرسته ونه کړه او افغانستان يې هغه تنظيمي ځناورو ته پریښود چې د امريکا په مالي او تسليحاتي مرسته  فقط دوژلو او ترور د پاره روزل شوي او چاغ شوي  وو.

دا ځکه چې افغانستان د امريکا د پاره د  يو زخمي ، وږی ، فقير او محتاج سوالګر حيثيت درلود ، چې رابطه ورسره نوره  هېڅ ګټه نه لري ، هنوز به ئی د اوږو بار وي .

دوهم وار چې د سپتمبر د يوولسمې حادثه واقع شوه او امريکا ته يې سخت ټکان ورکړ  ، امريکا د خپل ناکام امنيتي حالت د کتمان ، د خپل اولس شوک او  قهر د سړولو  او د تللې ابرو د احيا د پاره لکه د‌ عقل نه فاقد  ليونی په شان    په وارخطايۍ ، بې فکرۍ ، بې سنجشۍ او وحشيانه شکل په  خوار ، جنګ څپلي او تازه دشر او فساد د لومو نه فارغ شوي افغانستان د ټولو بين المللی ، انساني او مدني اصولو خلاف  نظامي حمله وکړه او د عام وژنې د جنايت په کولو يې  افغانستان اشغال کړ .

دوی فکر کاوه چې په څو ورځو کې د هوايي دولتي ترور ، قتل عام او مهلکو بمونو په غورځولو او څو ډالرو په ورکولو يو څو وطنفروشه عناصرو ته  به دا ملک  ونيسي او  افغان اولس به غلام  کړي .د يوې اجنتې   ادارې  به جوړولو او په هغې کې د څو بې ضميره  وطنفروشه اجنتانو په  نصبولو به  کراره کراري به شي .

امريکايي اولس به هم راضي شي او نور ملکونه به هم وډارشي ، چې د امريکا د فکر خلاف اقدام داسی پايلې لري .

دا پروسه به څو مياشتې او يا کال دوام وکړي او هسې هم بمونه په انبار خانو کې پریمانه پراته دي ،په افغانستان به ئی  ور وغورځوي .  څو موده به تېره مړيړ او بیرته به په فاتحانه  توګه را ګرزي . دوی دا فکر نه کاوه چې دا وږی ملت به د دوی د نظامي  هیولا سره د مقابلې جرائت او وس ولري .او  خبر نه وو چې په افغانستان کې ديني او ملي ارزښتونه او دفاع يې افغانانو ته دومره اهميت لري چې  خپل ژوند ترې قربانوي .

دوی په افغانستان د حملې او جنګ نه منظم پلان درلود ، نه دقيقه محاسبه او  نه د جنګ د عواقبو پيشبيني .

ځکه افغانستان د امريکا په جيوپوليتيکي  نقشه کې نه پخوا ارزښت  درلود او نه  اوس .  نه يې جغرافيايي  موقعيت د امريکا د پاره اهميت لري او نه په کې داسې څه شته چی د امريکا دپاره اقتصادي ګټه راوړي .

که تاريخ ته وګورو دا جوته کيږي چې امريکا د افغانستان سره د ژورو او بنيادي روابطو (سياسي -اقتصادي -کلتوري – نظامي او نورو ) د ټينګولو د پاره هېڅ علاقه نه درلوده او نه يې په تلاش کې وه  ، که نه د ظاهر شاه ، داوود خان په وخت کې زموږ زمامډارانو ډېره چاپلوسي ورته وکړه .    لاکن نتيجه يې ور نه کړه . ځکه د امريکايانو سترګې فقط هغو ځايونو ته اوړي چې پریمانه طبيعي منابع ولري.

دامريکا همدا بې علاقګي وه چی  جبراا افغانستان د شوروي اتحاد په لمن کې ور ولوېد او ټولې اقتصادي ، مسلکي ، نظامي او تعليمي برخې د شورويانو په ولکه کې شوې  او شوروي پلوه کودتاچيان را پيدا شول .

په هر  حال دا جنګ امريکايانو لکه اوس چې روان دئ داسې  نه تصور کاوه  او که دا د يوولسم سپتمبر پيښه نه وائ شوې ، قطعاا به ئی دې بشري جنايت ته اقدام نه کاوه . ‌ اوس چې د دوی د توقع او هيلو خلاف جنګ اوږد ، پر مصرفه او دزرهاوو امريکايانو د تلفاتو او زخمي کیدو سبب شو ، نور يې د ځاني او مالي تلفاتو او ضايغاتو  دروند بار د امريکايانو د پاره د تحمل وړ نه دئ او نه په افغانستان کې داسې منابع شته چې د دوی د جنګ مصارف پوره کړي لکه په عراق ، کويت ، سعودي او اماراتو کې .نو په ډ اساس  د جنګ د بندیدو په تلاش کې دي ، ځکه د جنګ په دوام يې خزانې په تشېدو او خلک يې د جنګ د اصلي حقيقت نه په خبریدو دي  .همداشان  د طالبانو له لوري هم دا ورته واضح شوې ده چې افغان اولس د اشغال د ختمولو ، امريکايي عسکرو د وتلو او د افغانستان دکاملې ازادۍ او خپلواکۍ نه غير په بل هېڅ افشن قناعت نه کوي .

لاکن امريکايانو ته هم د اشغال د ختمولو او ټولو نظامي قوتونو د وتلو د پاره خپل ملت او جهان ته يوه د خټو پوزه جوړولو ضرورت دئ او هغه دا چې دوی  خپل نظامي تجاوز او اشغال د تروريزم سره د مقابلې تر نامه لاندې توجيه اوخپل اولس او جهان ته   تبليغ کاوه( حال داچې دا يوه پوچه ادعا وه د اسلامي امارت په ادرس ) .

نو د افغانستان نه دوتلو او دشرمناکې ماتې د پټولو  دپاره هم بايد يوه بانه ورته جوړه شي چې دلته افغانستان کې  امريکا ته د تروريزم له لوري خطر نشته او راتلونکی زعامت دا تضمينوي چې افغانستان  به  د تخريبي اشخاصو او سازمانو د تروريستي  تغذيې د پاره بستر نه جوړيږي او قاطعانه به يې په مقابل کې اقدام کوي ( چې دطالبانو اسلامي  غورځنګ دظهور  او مبارزي محتوا همدغه مخصد او مفهوم تشکيلوله او اوس هم په همدې پلاتفورم روان دي).

نتيجه دا چې امريکا د افغانستان نه  په تښتېدو ده او که دا وار  ددې سريښو د ډڼډ نه خلاصه او ووتله بيا به ابداا د افغانستان نوم هم وانخلي .

دې اوږده ، تباه کوونکي او ويني بهوونکي جنګ د اشغال په مقابل کې افغانان هم خسته کړي دي او په ډيره تنده د مذاکراتو د نتايجو په اميد دي .

رښتيا هم چې هر څومره ژر  د اشغال مخ ورک شي او د وينې تويولو مخه ونيول شي ،دا د هر افغان بیړنۍ او اولينۍ ارزو ده ، خو د نژدې دوه لسيزو  جنګ ، دښمنۍ او نظامي مقابلو پای ته رسول په خبرو او دواړه لوري تفاهم او توافق ته رسيدل  هم څه اسانه خبره نه ده ، وخت او حوصله غواړي .

زه د طالبانو کرامو په ديني -ملي -انساني اخلاص او سياسي درايت  کاملاا باور لرم ، چې ان شاء الله د موږ د درډيدلي اولس ستره هيله به  چې د
اشغال ختم او د ګران وطن ازادي او استقلال دي د دوی په وسيله پوره شي .

ډېره مهمه او د پام وړ  مساله د اشغال نه وروسته مرحله ده ، چې ټول  ازاديدوسته ، وطندوسته او اولسدوسته قوتونه بايد په يوه ديني -ملي محور سره راټول شي او خپلې داولس د خدمت او مينې  ادعاوې  او وعدې ددې خوار ، مظلوم او باشهامته اولس په زخمي شوي بدن چې    د کلونو کلونو  جنګونو او بې عدالتیو له وجهې  صورت موندلئ دئ   په  په  ملهم ايښودلو سره  د عمل په ډګر کې پياده کړي او نور لکه په جنګ کې چې دې باتور ملت د خپل وطن د ازادۍ د پاره  ځانونه قربان کړل  د سياسي زعامت  او ادارې په تشکيل کې يې د تصميم او پريکړو طبيعي حق ومنل شي او د ناروا او استبدادي حکمرانۍ په ژرنده نور اوړه نه شي . د خارجي استبداد ځای داخلي استبداد ونه نيسي او د اولسي سياسي اقتدار په برقرارړلوسره  استبداد(داخلي او خارجي ) قاطعانه رد کړي  ، تر څو د شر ، فساد او بې عدالتۍ مخ د ابد دپاره ورک شي .

والسلام

د،ب، هيښ

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د