افغانستان

عبدالله: تمه ده چې د قطر بین الافغاني ناسته به د طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډحکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله تمه ښودلې چې د قطر بین الافغاني ناسته به د طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د طالبانو او افغاني سیاستوالو او مدني فعالانو تر منځ درېیمه بین الافغاني ناسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تېرې ورځې راهیسې ادامه لري.

طالبان تر دې دمه د حکومت د رسمي استازو سره خبرو اترو ته نه دي تیار شوي او د قطر ناسته کې موجود کسان په شخصي ډول ګډون کړی دی.

عبدالله عبدالله چې نن يې وزیرانو شورا ته خبرې کولې د المان او قطر حکومتونو څخه مننه وکړه خو په ضمن کې یې وویل چې  د کابل څخه د دعوت شوي هیئت په ترکیب باندې انتقادونه شته دي.

هغه وویل چې د المان حکومت هڅه کړې څو د هیئت جوړښت په داسې ډول وي څو د خلکو استازیتوب په ښه توګه وکړي.

د قطر بین الافغاني ناسته به نن دوشنبه د یوې اعلاميې په خپرولو سره پای ته ورسیږي او ټاکل شوې چې  د یادې اعلامیې د چمتو کولو لپاره له دواړو خواو نه یو اته کسیزه کمېټه ټاکل شوې ده.

د راپورنو له مخې په یاده کمېټه کې ډاکټر عمر زاخېلوال، حبیبه سرابي، نادر نادري لطف الله نجفي زاده او د طالبانو لخوا امیر خان متقي، مولوي حنفي او مولوي شهاب الدین دلاور شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x