افغانستان

عبدالسلام حنیفي: د غونډې ټول ګډونوال د بهرنیو عسکرو وتل غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر اداري مرستیال، د رهبري شوری او مذاکراتي ټیم غړی او د دوحې د بین الافغاني ناستې ګډونوال «عبدالسلام حنیفي» وايي،  بین الافغاني ناسته په ډېره ښه فضا کې جریان لري او د ټولو ګډونوالو ستره هیله داده څو بهرنیان له افغانستان څخه ووزي.

عبدالسلام حنیفي له «نن ټکی اسیا» سره په مرکه کې وویل « بین الافغاني ناسته په ډېره ښه فضا کې روانه ده، افغانان په ښه ډول سره خپل نظرونه یو له بل سره شریکوي، دا ډول ناستې موږ د سولې په پروسه کې پرمختګ او  یو ښه ګام بولو،ددې غونډې توپیر له نورو سره په دې کې دی چې په ناسته کې د نظرونو بیلابیلوالی او تنوع زیاته ده».

نوموړي زیاته کړه « د غونډې د ټولو ګډونوالو غوښتنه داده څو بهرني عسکر له افغانستان څخه ووزي، موږ باور لرو که چېرې بهرني عسکر له افغانستان څخه ووزي افغانان به په خپل منځ کې سره کښېني او د راتلونکي نظام په اړه به وغږېږي».

د حنیفي په خبره، موږ هڅه کوو څو د غونډې په پای کې د توافق ټکي د یوه مشترکې اعلاميې له لارې خپاره کړو او که چېرې په کومو ټکو توافق هم ونشي، هڅه کوو یوه خبرپاڼه خپره کړو.

حنیفي همدا راز ددې پوښتنې په جواب کې، چې د کابل حکومت د چارواکو ګډون به د رسمي مذاکراتو د پیل په معنی نه وي وویل « نه کله هم نه دا بین  الافغاني ناسته د مذاکراتو ناسته نه ده، بلکې د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو اترو ناسته ده».

د دوحې بین الافغاني ناسته چې له تېرې ورځې راهیسې دوام لري، له افغانستان څخه ګڼ شمېر سیاسیون، مخور او د مدني ټولنو استازي ورته بلل شوی، له غونډې څخه ځینې سرچینې وايي، دا غونډه له نورو سره متفاوته ده، د تشریفاتي اړخ په ځای دا ځل د یو بل د نظر په وړاندې اختلاف څرګندېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x