نړۍ

دبخښني نړیواله ټولنه: سعودي چارواکو له ۱۶۰څخه زیات مظاهره کونکي نیولي دي

police_arrest_protesters (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۰) دبخښنی نړیواله ټولنه:  دبخښني نړیوالي ټولني خبر ورکړی دي چی دتیري فروري له میاشتي راپدي خوا سعودي چارواکو دحکومت مخالف ډیر مظاهره کونکي نیولي دي چي دهغوي له جملي څخه یو هم دهیواد مشهور لیکوال او استاذ نذیر ماجد دي.
تیره ورځ د بخښني دنړیوالي ټولني د دفتر له لوري یو خبر نشر شوی وو، په خبر کي دسعودي حکومت لخوا څخه د۱۶۰ سیاسي مخالفینو دنیولو سخته غندنه شوي وه، خبر زیاته وي د سوله ایزه مظاهره کونکو نیونه اوبي له کومی محکمی زندانونو کي اچونه دنړیوالو بشري حقوقو څخه ښکاره سرغړونه ده.
دبخښني نړیوالي ټولني دسعودي حکومت دکورنیو چارو له وزیر څخه په کلکه غوښتنه کړي ده تر څو اړونده چارواکو ته لارښونه وکړي چي نیول شوي کسان کوم چي دهیواد مشهور کاتب اومدرس نذیر ماجد هم پکښی دي ژر تر ژره خوشي کړي.
پدي اخیرو کي دسعودي حکومت دهیواد په ختیځ کی هغه وخت دخلګو په نیونه لاس پوری کړ، کله چي په سیمه کي لږکیو شعیه مذهبه شر غوښتونکو دحکومت په خلاف په مظاهرو لاس پوري کړ
دبشري حقوقو نړیواله ټولني دسعودي عرب اودسعودي پرملګرو، اوروپایی ټولني اوپه خاصه توګه دامریکا پر هیواد باندي سختي نیوکي کړي دي  چی په سعودي عرب کي دحکومت دمخالفو لږکیو په ساتلو کي پاته راغلی دي.
بخت الرحمن بخت……….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x