نړۍ

معلومات هیکرانو غلا کړل، ۱۸۳ میلیونه پاونډه د برتانیا هوايي شرکت جریمه شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د برتانیې مشهور هوايي شرکت British Airways له دې کبله ۱۸۳ میلیونه پاونډه جریمه شو چې تېر کال هیکرانو د دوی له وېبپاڼې د مسافرو شخصي او بانکي معلومات غلا کړل.
بریتیش ایرویز د برتانیې د معلوماتو د ساتنې د قانون له مخې ۱۸۳ عشاریه ۳۹ میلیونه پاونډه جریمه شوې چې د یاد شرکت د ۲۰۱۷ز کال یو عشاریه پنځه سلنه عاید سره برابر دي.
د شرکت مسوولینو ویلي چې د محکمې د حکم خلاف به استیناف وکړي او د محکمې حکم دوی خواشیني کړي دي.
څه موده وړاندې د بریتیش هوايي شرکت څخه هیکرانو د مسافرو نومونه، پوستي ادرسونه، ایمیلونه او د کریدیت کارت معلومات غلا کړل.
شرکت ته د دغه معلومات د غلا ۱۵ ورځې وروسته معلومات وشول او دوی ژمنه وکړه چې اغېزمن شوو کسانو ته به تاوان ورکړي او هم يې د برتانيې په ورځپاڼو کې له مسافرو رسمي بخښنه وغوښته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x