
ایوانکا ټرمپ په بین الافغاني ناسته کې د ښځو په ګډون خوښي ښودلې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» لور او د سپینې ماڼۍ سلاکارې « ایوانکا ټرمپ» د دوحې په بین الافغاني ناسته کې د افغان مېرمنو په ګډون خوښي ښودلې.
ایوانکا په خپل ټویټر لیکلي « دا ډېره مهمه ده چې ښځې په بین الافغاني ناسته کې د مذاکراتو په مېز شتون لري، که چېرې افغان مېرمنې د زړه له کومې د سولې په برخه کې هڅې وکړې د سولې راوستلو احتمال تر ۳۵ سلنه پورې لوړولای شي.
So important that Afghan women are at the negotiating table at the Intra Afghan Conference for Peace in #Doha.
When women meaningfully participate in peace negotiations, the likelihood that the resulting peace will endure more than 15 years increases by 35%. #WPS https://t.co/fcCO9x813V
— Ivanka Trump (@IvankaTrump) July 8, 2019
د دوحې بین الافغاني ناسته چې نن دوهمه ورځ لا هم په قطر کې روانه ده، د افغان سیاسیونو او مخورو تر څنګ په ګڼ شمېر کې ښځې هم ورته بلل شوې، تر څو وکولای شي له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د ولسي جرګې استازې « انار کلی هنریار» چې دا مهال په بین الافغاني ناسته کې شتون لري، له رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل، طالبانو ډاډ ورکړی چې په نظام کې به یې د ښځو حقوق خوندي وي.
نوموړې زیاته کړه « دا یو ستر تغیر دی چې طالبان له موږ سره یوه مېز ته ناست دي، یو وخت دوی د خپل نظام په مهال ښځو ته له محرم پرته له کوره د باندې وتلو اجازه نه ورکوله».