ورزش

د افغانستان الف لوبډلې د بنګلديش الف لوبډلی پر وړاندې بريا خپله کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل):   د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د سوکه توپ اچونکي قيس احمد په غوره توپ اچونه د بنګلديش الف لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د بنګلديش په کوربه توب د افغانستان الف لوبډلې په څلور ورځنۍ سيالۍ کې د ۷ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

قيس احمد چې د يادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، په لومړۍ پاڼۍ کې درې او په دويمه پاڼۍ کې ۷ لوبغاړي وسوځول چې په يوه لوبه کې يې لس ويکټې واخيستلې او ورسره يې ۴۶ منډې هم جوړې کړې.

افغانستان الف لوبډلې د پچې ګټلو نه وروسته د توپ اچونې پريکړه وکړه، د قيس احمد او يمين احمدزي ۳-۳ ويکټو اخيستلو د بنګلديش الف لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې تر «۲۵۳» منډو محدود کړله.

په ځواب کې د افغان الف لوبډلې لخوا قيس احمد په توپوهنه کې ښه وځليد چې ۴۶ منډې يې جوړې کړې، د نوموړي سربېره افسر ځاځي ۴۵، عثمان غني ۳۹، ابراهيم ځدران ۳۵ او شرف الدين اشرف ۳۱ منډې جوړې کړې، چې ټوله لوبډله په «۲۵۷» منډو جوړولو وسوځېده.

بنګلديش لوبډلې په دويم وار توپوهنه کې ټولې ۱۷۵ منډې جوړې کړې، قيس احمد په دغه پاڼۍ کې ۷ ويکټې ترلاسه کړې، په ځواب کې افغان لوبډلې ټاکلی هدف د ۷ ويکټو په توپير بشپړ کړ، ددوی لخوا ابراهيم ځدران ۷۶ او ناصر جمال ۵۹ منډې جوړې کړې.

د يادونې ده چې د بنګلديش الف لوبډله به د افغان الف لوبډلې سره يوه بله څلور ورځنۍ او پنځه يو ورځنۍ «فرسټ کلاس» سيالۍ ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x