افغانستان

« اشرف غني د جهاد دور اثار په ډېره کمه بیه پلوري»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل):  د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» له شوروي سره د جهاد په مهال له روسي فوځونو پاتې شوي ټانګونه او نور نقلیه وسایط په ډېره کمه بیه د فلزاتو د ویلي کولو په فابریکو پلوري.

سلام وطندار داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي حکومت مشر په میهن شرکت باندې په «۱۵» افغانۍ د «۷» کیلو فولادو خرڅولو پریکړه کړې.

د راپور له مخې « له نن نه څوارلس کاله وړاندې د ولسمشر حامد کرزي د پخواني مرستیال محمدقسیم فهیم، د وخت د پارلمان رییس محمدیونس قانوني، د وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین او د پروان د سیمه‌ییزو چارواکیو په حضور کې د جبل‌السراج ولسوالي پشته سرخ سیمه چې د شوروي سره پوځ سلګونه پوځي وسایط په‌کې دي، د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ملي موزیم په نوم ونومول شو.»

راپور وړاندې لیکي « دوه کاله وړاندې ولسمشر د دولتي ادارو، په ځانګړې توګه د پوځي بنسټونو داغمه شویو او ناکاره اوسپنو د خرڅلاو فرمان صادر کړ. اوس د پروان سیمه‌ییزو چارواکیو په یوه رسمي مکتوب کې د جبل‌السراج ولسوالي له مسوولانو غوښتي چې د پشته‌سرخ ملي موزیم له کاره لوېدلي وسایط د میهن اوسپنې پر خصوصي شرکت وپلوري.»

د راپور په اساس، د شمالي ولایتونو اوسېدونکو او جهادي قوماندانانو د اشرف غني ددې فرمان په ضد کلک غبرګون ښودلی او ددې اوسپنو خرڅلاو یې د افغاني هویت د پلورلو په معنی بللی.

د پروان د جهاد او مقاومت د وګړیزې شورا مشر نورمحمد سکندر وايي « مرکزي حکومت او په پروان کې یوشمېر کړۍ هڅه کوي چې د خلکو د جهاد او مقاومت ویاړنې له منځه یوسي. د هغه په خبره، په پام کې وه چې د پشته‌سرخ اوسپنې په ۷ زره افغانۍ خرڅې شي او دا ډېره ناچیزه بیه ده».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x