
پیغام؛ حفيظ الدين پيرزاده
حفيظ الدين پيرزاده
ته چې بریمن یې حاجت نشته انعطاف ته
سوله به د زړہ پر دیوال لیکمه طواف ته
دوست که د کفارو شې، ذلت دې بیا تقدیر گڼه
ما باندې باور مه کړہ، قسم ورکړہ سیاف ته
مشر چې تسلیم شو د پنبې پر تول یې وتله
دومرہ یې ډانډس کړ، چې دعا وکړي نداف ته
دین دنیا دې دواړہ د حضرت په شانې ډوبې شوې
څوک به دا خبرہ غوږ کې ووایي کشاف ته
اور ھمدوی بل کړي او کرزی ورته پوکی وھي
خدایږو چې حیران یم د شمال غلو ایتلاف ته
ارگ مو د عزت شمله خو اوس د فحاشۍ اډہ
زور یې د مشرانو ټول وتلی زیرې ناف ته
ته که سم په نرہ د اشغال په خلاف ودریږې
ولې به زما او ستا مشکل ځي اختلاف ته؟
ـــــــــــــــــــــــــــــ
حفیظ الدین پیرزادہ
د جولای ۶/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن
ولی ددې حقیقت څخه سترګی پټوو چی د طالب کَیزه یا جلو د انګریز او د هغه د نائب یعنی پاکستان په ګوتو کی څرخی.
ته که سم په نرہ د اشغال په خلاف ودریږې
ولې به زما او ستا مشکل ځي اختلاف ته؟
ژوندی اوسی پيرزاده صاحب !
همدغه د معضلې حل دئ.
خو د اشغال په اخور تړلي کونچاړه خواره يې نه مني ځکه د اشغال تراژيډي په دوام کې دخپل ناولي ژوند بقا ويني .