شرعي علومو ته د اولادونو د هڅولو ارزښت!

لیکنه: فضل الله ممتاز د شرعي علومو متخصص
ژباړه: محمدخالد ملکزی

دا یو څرګند حقیقت دی چې د قرآن کریم پیل پر یو داسې مبارک آیت سره پیل شویدی چې لوستنې او زده کړی ته خپل پیروان هڅوي او د قرآن کریم دا غوښتنه اختیاري نه، بلکه د امر په کلیمې سره شوېده، لکه لوی څښتن تعالی همدا حقیقت مونږ ته په قرآن کریم کې داسې څرګندوي: (( اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ)). ( سورة العلق 1 آیت).

ترجمه: ( اۍ محمده ! علیه الصلاة و السلام ) د خپل پروردګار د نامه په برکت سره ( قرآن)ولوله.هغه پروردګار چې ( ټول مخلوقات) ېې پیدا کړي دي. په دې مبارک آیت کې دا امر لومړی نبي علیه الصلاة و السلام ته او بیا د هغه د أمت هر فرد ته متوجه دی تر څو لوستنه وکړي او داسې علم زده کړي چې ده او نورو ته په دنیا او آخرت کې پکې خورا خیر نغښتلی وي.

دا به هم له هیچ چا څخه پټه نه وي چې نبي علیه الصلاة والسلام به د سترو او جلیل القدره صحابه کرامو د روزنې تر څنګ، حتی د ماشومانو زده کړې او روزنې ته هم ځانګړې توجه کوله او لکه څرنګه چې د زده کړې پروسه د لوستنې او لیکنې له پړاوونو څخه پیل کیږي؛ نو له همدې کبله مهربان او خواخوږي پیغمبر ( علیه الصلاة والسلام) به یو لړ پوه او تعلیم یافته خلک پر دې باندی ګمارل تر څو د مدېنې کوچنیانو ته د لیکنې او لوستنې تعلیم ورکړي.

ابن سعد ( رحمه الله) [د عراق د بصرې په ښار کې زیږېدلی هغه علمي شخصیت ؤ چې د خپل وخت له سترو محدّثینو څخه به ګڼل کېده او مشهور کتاب ېې الطبقات الکبری نومیږي] (1) په خپل کتاب الطبقات کې یو حدیث روایت کړیدی او په دغه کتاب ېې لیکلي دي چې: ((أنّ النبي صلى الله عليه وسلم قَبِلَ مِن أسارى بدر أن يُعلّمَ كُل واحدٍ مِنهم عَشرة صِبْيانٍ مِن الصحابةِ الْقِراءَة والكتابةَ )). (طبقات ابن سعد ج 14 قسم 1/2.).

نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم) د بدر له بندي شوو کسانو څخه [پر دوي کې شتمن او په اقتصادي لحاظ بې وسې خلک هم ول، د ځینو روایتونو پر اساس په دې مشرکینو کې تقریبا 70 تنه داسې ول چې ډېر زیات فقیر او خورا بې وسه کسان ول، تر دې پوری چې د خپل ځان د خلاصون لپاره ېې مال هم نه درلود؛ خو هغه مهال اسلامي أمت تر بل هر څه علم ته اړتیا درلوده تر څو یو څوک دوي ته لیکل او لوستل ورزده کړي او ډېر کم له دوي څخه په علم سمبال ؤل؛ نو نبي علیه السلام له همدې زرین فرصت نه په استفادې سره د دې جنګي بندیانو د آزادۍ لپاره له دوي سره ] (2 (دا ومنله چې تر څو هر یو له دوي څخه لسو نورو ماشومانو ته لوستل او لیکل ورزده کړي.

د نن ورځې د ټولنې کمکي ماشومان د سبا ورځې مخکښان او رهبران دي، له همدې کبله د اسلامي تاریخ په زرینو پاڼو کې لولو چې حضرت حسن بن علي( رضي الله عنه) به نور خلک د ماشومانو زده کړې ته هڅول، لکه چې په دې اړه خطیب بغدادي (رحمه الله) داسې ویلي دي:

حضرت حسن بن علي ( رضي الله عنه) به ویل: (( تَعَلّمُوا َ تَعلّمُواصِغارَ القَومِ اليومَ, تَكُون كِبارهُم غَدَا, فَمَن لّمْ يَحْفظْ مِنْكم فليكتبْ” (الكفاية في علم الرواية للخطيب البغدادي ص 219).

ترجمه: تاسې د خپل قوم ماشومان نن په علم سره سمبال کړئ، ځکه چې دوي به سبا ورځ د خپل قوم مخکښان وي او هر هغه څوک چې علم یادولی نشي؛ نو ( له ځان سره دې ) ولیکي.

دا یواځې حضرت حسن( رضي الله عنه) نه ؤ چې د نوي نسل(new generation) سالمې روزنې او پالنې ته به ېې ځانګړې توجه کوله، بلکه د اسلامي تاریخ ویاړلو شخصیتونو څخه یو هم حضرت عطاء بن أبي رباح ( رحمه الله) ؤ خپلو شاګردانو ته به ېې ویل: (( يا غِلمانُ اكْتُبُوا, فَمَنْ كَانَ مِنْكُم لَا يُحْسِنُ كَتَبْنا لَهُ, وَمَنْ لمْ يَكُن مّعَهُ قِرْطاسٌ أَعْطَيْنَاهُ مِنْ عِنْدِنا )). (المحدث الفاصل بين الراوي والواعي لرامهرمزي ص 3).

ترجمه: اۍ زده کوونکو! ښه لیکل وکړئ؛ نو هر هغه څوک چې له تاسو څخه ښه لیکل نشي کولی مونږ به ېې ورته ولیکو او له هر هغه چا سره چې د لیکلو وسائل ( لکه کتابچه او پاڼې) نه وي ــ مونږ به ېې له خپل ځان څخه دوي ته ورکړو.

ابن نَفطویه به له خپل ځان سره دا شعر ډېر زمزمه کاوه او ویل به ېې:

أرَانِي نَسِيتُ فِي الْكِبَرِ وَلَسْتُ بِناسٍ مّا تَعَلّمْتُ فِي الصِّغَرِ

وَمَا العِلْـمُ إِلا بِالتَّعَلُّـمِ فِي الصِّبَا * وَمَا الْحِلْمُ إِلا بِالتَّحَلُّمِ فِي الكِبَرْ

وَلَو فُلِقَ الصُبحُ فِـي الصِّبَـا * لأبْصَرَ فِيهِ الْعِلْمُ كَالنَّقْشِ فِي الحَجَرِ

ځان را ته داسې ښکاري چې په لویوالي کې مې هر څه هېر کړی وي، خو هغه څه مې لا نه دې هیر کړي چې په کوچنیوالي کې مې زده کړی ؤ. غوره علم د (صِّبَـا )کوچنیوالي او غوره حِلِمْ (صبر) د لویوالی دی. که لمر په ماشوموب کې را څرګند شي؛ نو علم به پکې داسې راښکاره شي لکه په تیږه باندی چې د لیکلو تأثیر له ورایه ثابت ښکاري. (حاشية ابن عابدين 1/ 157).

په همدې ډول سره مومو چې داسلام پوهنیز دین د ماشوم زده کړې ته خورا توجه کړیده او د هغه د ژوند په ټولو پړاوونو کې ېې د ښې روزنې او سالمې پالنې سپارښتنه کړېده. انسان بل څه نه دې خو د خټو څخه جوړشوی یو محرک مخلوق دی چې له نطفې څخه ېې جوړښت رامنځ ته شویدی، لکه چې لوی څښتن تعالی په دې اړه داسې ارشاد فرمايي: (( وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ {12} ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ {13} ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ )). (المؤمنون:12-14).

ترجمه: او قسم دې چې مونږ بېشکه انسان ( آدم علیه الصلاة و السلام) له سوچه (غوره کړای شوی) خټې څخه پیدا کړی دی بیا مونږ دغه ( د آدم علیه الصلاة والسلام اولاده) نطفه( د مني ټړلي څاڅکې) په مکین ( د مور په رحم کې چې له هغه ځایه خوځېدلی نشي) وګرځوله. بیا مو دا نطفه علقة (د وینو یوه کلکه او سرېښاکهّ ټوټه) وګرځوله، بیا مو دا علقة مُضغة ( د غوښو یوه بوټۍ) وګرځوله، بیا مونږ دې هډوکو ته غوښه ورواغوستله، بیا مو په بل پیدایښت سره ( ژوندی پیدا کړ)؛ نو د الله تعالی شان ډېر لوړ دی چې ډېر ښه پیدا کوونکی دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱): مترجم

(2): دوکتور راغب السرجاني (تعامل الرسول مع أسرى بدر – قصة المدينة – د. راغب السرجاني).

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د