افغانستاند سولې طرحې

د دوحې د بین الافغاني ناستې ګډه اعلامیه نشر شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل):  د دوحې بین الافغاني ناسته چې له تېرې ورځې راهیسې یې د قطر په  پلازمېنه کې دوام درلود، د یوې مشترکې اعلامیې له خپرولو وروسته پای ته ورسېده، یاده ناسته چې له افغانستان څخه ګڼ شمېر مخور، سیاسیون، د مدني ټولنې استازي او افغان میرمنې یې برخه وي، د مشترکې اعلامیې د تیارولو لپاره پنځه تنه له افغانستان څخه د ورغلي هیئت له منځه او درې نور یې د طالبانو د سیاسي استازو له منځه ټاکل شوي وو.

نن ټکی اسیا ته د غونډې له منځه د ګډې اعلامیې متن رسېدلی، په یاده اعلامیه کې دواړو لورو د بین الافغاني مذاکراتو ناستې اړینې بللې او ددې ناستو له تیاروونکو یې ځانګړې مننه کړې.

د بین الافغاني ناستې ټولو ګډونوالو په یوه خوله د باعزته او  پایدارې سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات اړین بللي او په دې تړاو یې ټینګار کړی، له دې سره، سره دوی افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور یاد کړی او په دې هیواد کې یې د اسلامي نظام حاکمیت، ارضي تمامیت، خپلواکي، د وګړو اساسي حقوق او اجتماعي او سیاسي عدالت یې هغه ارزښتونه بللي چې ټول افغانان ورته تعهد لري.

په یاده اعلامیه کې ذکر شوي، چې افغانانو همېشه له خپلواکۍ  او له دین، فرهنګ او نورو ارزښتونو څخه د دفاع په لاره کې ګڼې قربانۍ ورکړې نو ځکه نړیوال باید د افغانانو دې ارزښتونو ته په احترام قایل واوسي او په دې موخه چې افغانستان په راتلونکې کې بیا د جګړو ډګر ونه ګرځي د افغان ټولنې د بیلابیلو قشرونو تر منځ باید تفاهم او پوهاوی رامنځته شي.

د بین الافغاني ناستې ټولو ګډونوالو سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته د زمینه سازۍ لپاره په قطر کې د طالب او امریکايي استازو له مذاکراتو ملاتړ اړین بللي او تر څنګ یې تاکید کړی چې د سولې لپاره د فضاء د برابرولو په موخه باید د جګړې ټولې خواوې په خپلو رسمي بیانونو کې د ګواښونو په ځای له نرمې ژبې کار واخلي .

له دې سره، سره توافق شوی چې د جګړې ټولې خواوې به سولې ته د لارې خلاصولو په موخه معیوب، ناروغ او سپین ږیري بندیان له کوم شرط پرته خوشي کوي، د عامه تاسیساتو د تضمین ډاډ به ورکوي، د ښوونځیو، مدرسو، پوهنتونونو او نورو علمي مرکزو د امنیت لپاره به خپلې هڅې نه سپموي، دملکي تلفاتو د صفر کولو زیار به باسي او د ښځو د هر اړخیزو حقوقو د ورکولو په برخه کې به خنډ نه جوړېږي.

له دې سره، سره د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د لږکیو د حقوقو په خوندیتوب ټینګار وکړ.

په ګډه اعلامیه کې د سولې د تګلارې لپاره اته ټکي اړین بلل شوي چې په لاندې ډول دي

الف: په افغانستان کې په اسلامي نظام توافق

ب: د سراسري سولې د پیل په شرایطو او عملي کېدو.

ج: د سولې تړون د موادو پر پلې کېدو او څارنې.

د: د بینادي بنسټونو، دفاعي او نورو ملي نهادونو چې د ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولې له توافق وروسته په اړینې اصلاح، خوندیتوب او غښتلتیا.

ه: د افغان کډوالو او د جنګ له کبله د داخلي بیځایه شویو کورنیو خپلو سیمو ته پر بیرته ستنېدلو.

و: د مرستندویه هیوادونو سره د سولې د تړون وروسته د مرستو د نوې همکارۍ او اړیکو پر شرایطو.

ز: د افغانستان په تړاو په نړیوال کنفرانس کې د نړیوالو ضمانتونو سره د افغانستان د سولې پر توافقاتو تائید.

ح: په نړیوال کنفرانس کې د سیمې ګاونډیو او نورو هیوادونو له لوري په افغانستان کې د نه لاسوهنې ژمنې او توافق باندې ټینګار کوي.

د بین الافغاني ناستو ټولو ګډونوالو په پای کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا، اسلامي سازمان، اروپايي ټولنې، ګاونډیو هیوادونو  او ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتي څو د دوحې د بین الافغاني ناستې پریکړې تائید او ملاتړ یې وکړي.

 

د پرېکړه ليک بشپړ متن:

په دوحه کې د سولې د بین الافغاني کانفرانس پریکړه لیک
بسم الله الرحمن الرحیم
موږ د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ ــ ۱۷ چي د ۲۰۱۹ کال دجولای د میاشتي له ۷ ـ ۸ نیټي سره سمون خوري په دوحه کي دسولي لپاره د بین الافغانی کانفرانس ګډون کوونکي په افغانستان کي دسولي لپاره د جرمني د فدرالي جمهوریت او د قطر هیواد هڅو ته د ارزښت په سترګو ګورو او بین الافغاني ناستو د کوربتوب او سهولت برابرولو له کبله یې مننه کوو.

موږ د کنفرانس ګډون کوونکي همدارنګه د ملګرو ملتونو له سازمان، د سیمې له هیوادونو او په خاص ډول له امریکا سره دمذاکراتو او بین الافغاني ناستو لپاره دسهولت برابرونکو هیوادو څخه مننه کوو چې د افغانستان د مسئلې دحل لپاره یې لازم امکانات برابر کړي دي او هیله لرو چې ټول اړخونه به په راتلونکې کې همدغه همکاري پداسې ډول انجام کړي چې زموږ د هیواد او ولس په خیر او یوې واقعې سولې ته د رسیدو سبب شي.

دا چې له اوږده بحران وروسته په افغانستان کې د تلپاتې او سراسري سولې د راتګ لپاره وضعیت آماده شوی، نو دې هدف ته د رسیدو لپاره موږ دوحې د بین الافغاني کانفرانس ګډونوال په لاندې مواردو کې توافق ته ورسیدو.

موږ د کنفرانس د ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکو له دیده د خبرو اوتفاهم
له لارې کولای شو چې د هیواد د نن او راتلونکي په اړه مشترک درک ته ورسیږو او هغه موانع چې پدې لاره کې شتون لري لیرې کړو. لدی کبله موږ ټول دخبرو د تداوم پر ضرورت ټینګار کوو.

لومړی: د بین الافغاني کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکي بشپړ اتفاق لري چې په هیواد کې تلپاتې سراسري او باعزته سوله چې د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شونې ده.

دوهم: افغانستان یو متحد، اسلامي هیواد او د ټولو میشتو وروڼو قومونو مشترک کور دی. د اسلامي نظام حاکمیت، اجتماعي او سیاسي عدالت، دوګړو اساسي حقوق، ملي وحدت، خپلواکي او ارضي تمامیت هغه ارزښتونه دي چې ټول افغانان ورته تعهد لري.

دریم: افغان اولس چې په تېر تاریخ او په تیره بیا تیرو څلویښتو کلونو کې یې له خپل دین، هیواد، فرهنګ او خپلواکۍ څخه د دفاع لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي، ټول نړیوال، سیمه ایز او کورني جهتونه دي زموږ د ملت لوړو ارزښتونو ته په احترام قائل شي. د دې لپاره چې په راتلونکې کې افغانستان بیا د جګړو او بحران شاهد ونه اوسي، بین الافغاني تفاهم او د هیواد د بیلابیلو اقشارو تر منځ پوهاوی یو مبرم ضرورت دی. نړیوال، سیمه ییز او ټول داخلي اړخونه د دې بهیر ملاتړ ته رابولو او تقویه یې د ټولو په خیر ګڼو.

څلورم: دا چې د جګړې په اوږدیدلو سره هره ورځ زموږ ولس متضرر کیږي نو سولې او د بین الافغاني مؤثرو مذاکراتو ته د زمینه سازۍ لپاره لاندې اقدامات ضروري بولو:
الف ــ د جګړې ښکیل اړخونه دې د ګواښونو، انتقامي تهدیدونو او جګړه ییزو ادبیاتو په ځای په خپلو رسمي بیانونو کې له نرمې ژبې کار واخلي.
ب ــ دسولي دناستي ټول ګډونکونکي له امریکاسره په قطر کي د روانو مذاکراتو ملاتړ کوي او په افغانستان کي د روان تحمیلي جنګ په پای ته رسولو کي یې موثر او مثبت قدم بولي.

پنځم: د دې لپاره چې زموږ ولس د جګړې له زیانونو خوندي او د جګړې ناخوالې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته اود سولي لپاره داعتماد بهتره فضاءجوړه شي د جګړې ښکیل اړخونه دې لاندې اجراآت ترسره کړي.
الف ــ د سپین ږیرو، معیوبو او ناروغو بندیانو بې قید او شرطه خوشي کول.
ب ــ دهیواد په ټولو سیمو کې د عام المنفعه بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونه او کارځایونو د امنیت تضمین.
ج ــ په ځانګړې توکه د تعلیمي بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو،پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو حریم ته درناوی.
د ــ د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته ژمنتیا، او ملکي تلفات د صفر کچې ته راښکته کول.

شپږم: د اسلامي اصولو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقوقو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او د مذهبی اقلیتونو دحقوقو تآمین.

اوم: د دوحې دکانفرانس ګډون کوونکی توافق لري چې د سولې تګ لاره به په لاندینیو مواردو څرخي:
الف – په افغانستان کې پر اسلامي نظام توافق.
ب – د سراسری سولی دپیل په شرایطو او عملي کیدو.
ج – د سولې تړون د موادو پر پلي کیدو او څارنې.
د – د بنیادي بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونوچي دټولو افغانانو ملکیت دی، دسولی له توافق څخه ورسته په اړیني اصلاح خوندیتوب او غښتلتیا.
ه – د افغان کډوالو او د جنګ لکبله د داخلي بیځایه شویو کورنیو خپلو سیمو ته پر بیرته ستنیدلو.
و – د مرستندویه ھیوادونو سره د سولې د تړون وروسته د مرستو د نوې ھمکارۍ او اړیکو پر شرایطو.
ز – د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس کې د نړیوالو ضمانتونو سره د افغانستان د سولې پر توافقاتو تائید.
ح – په نړیوال کنفرانس کې د سیمې، ګاونډیو او نورو ھیوادونو له لورې په افغانستان کې د نه لاسوھنې ژمنې او توافق باندي ټینګار کوي.

اتم ــ موږ دسولي په اړه دټولو هڅو او لدې جملې د مسکو د تیر بین‌الافغاني کنفرانس پریکړه لیک چي د روان کال د فبرورۍ په ۵مه او ۶مه نېټه جوړ شوی و تائیدوو او ټول ګډونوال په یوه خوله، له اسلامی کانفرانس، د ملګرو ملتو له سازمان، امنیت شوری، اروپایې ټولني او ټولو ګاونډیو هیوادو څخه غوښتنه کوو چي د سولې په اړه د دوحې د بین الافغاني کانفرانس پریکړي تائید او ملاتړ یې وکړي.

ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ښه به پری عمل وکړی د غونډی له پیل سره جوښت هم په کابل کی او هم په غزنی کی مو د ماشومانو وینی تویی کړی. عامه تاسیسات مو لا لخوانه برابر کړی، کله مو هم د کابل کندهار سرک لیدلی؟ تاسی کله افغانستان خپل وطن ګڼی. ما نه یو چا وپښتل چی دا طالبان افغانان کی خارجیان؟ ځواب به می څه وه خپله لږ فکر وکړی. افغانان له افغانانو سره داسی نکوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x