د حج د مناسكو خلاصه او نچوړ

تهيه او ترتيب: مسعود صبرى
ژباړه: محمدامان رسولي

دا د حج د اعمالو يو آسانه مختصر دى چې په لنډ او مجمل ډول يې اعمال بيانوي:
حج د اسلام د پنځو اركانو څخه يو ركن دى ، هغه په هر بالغ، عاقل ، د حج توان لرونكي مسلمان باندې فرض عين دى ، او د ښځې لپاره د جمهورو په نزد د محرم لرل هم علاوه كيږي ، او د شوافعو په نزد ښځې ته روا ده چې له محرم پرته سفر وكړي چې مطمئن ملګري ورسره وي.

او كله چې انسان مړشي حج يې نه وي كړى ، او له ده سره د حج مال وي ، پر ولي يې لازم دي چې حج ترې وكړي لكه څرنګه چې له بل چا څخه حج پدې شرط روا دى چې په حج وكيل له وړاندې حج كړى وي ؛ځكه نبي صلي الله عليه وسلم په حج كې د يوه سړي څخه واوريدل چې ويل يې«لبيك عن شبرمة»- يعنې د شبرمه څخه يې وكالت كاوه – نو نبي صلي الله عليه وسلم ترې وپوښتل: «أحججت عن نفسك؟» ايا له ځان نه دې جج كړى دى ، ويويل: نه ورته ويويل :«حج عن نفسك، ثم حج عن شبرمة». (رواه أبو داود). – يعنې لومړى د ځان له خوا حج وكړه بيا د شبرمه څخه د حج نيت وكړه- د حج لپاره وختونه او ځايونه دي:

د حج وختونه:

د شوال ، ذو القعدة او د ذي الحجې لس ورځې.

د حج ځايونه:

( ذو الحليفة) چې له مكې څخه ۱۵۷ كيلومتره ليرې ده او حاجيان نن ورځ له (رابغ) څخه چې له مكې څخه ۲۰۴ كيلو متره ليرې دى او ( قرن المنازل )د مكې ختيځ لورته غر دى چې ۹۴ كيلومتره له مكې ليرې دى ، (يلملم) د مكې جنوب اړخ ته غر دى چې له مكې څخه ۵۴ كيلو متره ليري دى او بل ځاى (ذات عرق) دى.

د مناسكو ډولونه :
د حاجي لپاره جايز دى چې د افراد ، قران او تمتع حج وكړي او دا په حج كې د مناسكو ډولونه دي:
افراد: چې حاجي په احرام كې يواځې د حج او يا يواځې د عمرې نيت وكړي.
قران: هغه دى چې د عمرې او حج يو ځاى احرام وكړي ، په احرام كې يې يو ځاى كړي او يا د عمرې احرام وتړي بيا پرې د حج احرام وكړې مخكې لدې چې عمرې ته طواف وكړي.
او تمتع: هغه چې له ميقات څخه د حج په مياشتو كې تنها د عمرې نيت وتړي چې ترې فارغ شي نو د دغه كال د حج احرام وتړي.

د حج خلص اعمال:

د حج اعمال په لاندې ډول خلاصه كيږي:

لومړى : د حج د ادا كولو له عزم څخه تر ميقاته رسيدو پورې:

د هغه چا لپاره چې د حج فريضې د ادا لپاره عزم او قصد كړى وي مستحب ده چې له خلكو سره خپلې معاملې پاى ته ورسوي ، نو امانتونه يې خپلو خاوندانو وسپاري ، پورونه او قرضونه ادا كړي او يا يې ادا كول چاته وسپاري ، وصيت به وليكي او مور پلار به خوشحالوي، د ټولو ګناهونو څخه به توبه وباسي،پدې به حرص لري چې مصارف به يې حلال او له شبهې پاك وي، ښه زياته توښه به وړي، د حج لپاره چې څه سودا اخلي په هغې كې جګړې او چنې نه كوي برابره ده چې له خپل هېواد څخه يې اخلي ،په لار كې وي او يا په حرمينو كې وي ،داسې ملګرى او ډله به له حاجيانو ټاكي چې د حج په اعمالو او ښو اخلاقو كې ورسره مرسته وكړي ، د حج ملګري بايد يوبل وزغمي ، او د هغو د خوشحالو هڅه وكړي ، كه درې يا تردې زيات و يو تن به امير وټاكي، او پر دوى يې اطاعت لازم دى ،او د حج احكام بايد ياد كړي،او فرق نه كوي چې د مناسكو يو كتاب له ځانه سره ولري چې د اړتيا په مهال ورته مراجعه وكړي.

كله چې له كوره وځي مستحب ده د سفر په موخه دوه ركعته لمونځ وكړي بيا ووايي : («اللهمّ إليك توجَّهت وبكَ اعتصمت، اللهمّ اكفني ما أهمني وما لم أهتم به، اللهمّ زودني التقوى واغفر لي ذنبي»اى الله ! د تا لورته مو توجه او نيت دى ، پر تا ځان ساتو ، اى الله ! ته مو بـس شي د هغه څه چې مونږ ورته متوجه يو او هغه څه ته چې متوجه نه يو، اى الله! مونږ ته د تقوا توښه راكړي او ما ته مې ګناهونه معاف كړي)بيا د خپلوانو ، ګاونډيانواو ملګرو نه مخه ښه اخلي او په دغه ماثوره دعاء («أستودع الله دينَك وأمانتك وخواتيم عملك، زوَّدك الله التقوى وغَفر ذنبك ويسَّر لك الخير حيث كنت». (رواه الترمذي وأبو داود ( ))به يې رخصتوي.
او چې له كوره وځي دا دعاء(«اللهمّ إني أعوذُ بك أن أضِل أو أُضل، أو أزِل أو أُزل، أو أظلم أو أُظلم، أو أَجهل أو يُجهل عليّ، بسم الله، توكلت على الله، ولا حول ولا قوة إلّا بالله العليّ العظيم». (رواه الأربعة)( ))به لولي.

او چې كله سپور شي د سفر دا دعاء(«الحمد لله، سُبحان الذي سَخَّر لنا هذا وما كنا له مُقرنين، وإنّا إلى ربنا لمنقلبون… اللهمّ إنّا نسألك في سفرنا هذا البر والتقوى، ومن العمل ما ترضى، اللهمّ هَوّن علينا سَفرنا هذا، واطوِ عَنَّا بُعدَه، اللهمّ أنت الصاحب في السَّفر، والخليفة في المال والأهل والولد، اللهمّ إنا نعوذ بك من وَعْثاء السفر وكآبة المنظر وسُوء المنقلب». (رواه مسلم).( )) به كوي.

اومستحب دى چې له نرمۍ ، ښو اخلاقو كار واخلي او له جګړې او مزاحمت نه ډډه وكړي، او له هرې بدۍ نه خپله ژبه وساتي،د الله تعالى ذكر ، استغفار، تسبيح او تكبير ووايي، پر وخت د لمنځونو د ادا كولو پاپند وي ، او چې چيرته وي د قبلې د پيژندلو لپاره قبله ښوونكى (بوصله) بايد له ځان سره ولري.

دوهم : د ميقات نه مكې مكرمې ته تر داخليدو پورې:
كله چې ميقات ته ورسيږي ، احرام به وتړي ، غسل به وكړي كه امكان لره- او دا غسل سنت حتى نفاسې او حايضې ته- بيا د احرام جامې واچوي او دوه ركعته لمونځ به وكړي په لومړي ركعت كې به سورة (الكافرون) او په دوهم ركعت كې به سورة ( الاخلاص) ولولي بيا به ووايي :(«اللهمّ إني نويت الحج (مُفرداً أو قارِناً أو متمتِّعاً) فيسِّره لي وتقبله مني( )) بيا په ماثوره صيغه تلبيه (لبيك اللهم لبيك …) ووايي ، مفرد حاجي به : لبيك حجا ، متمتع به : لبيك عمرة متمتعا بها الى الحج ، او قارن به : لبيك عمرة و حجا.. وايي. بيا تلبيې دوام وركړي او د مكې په لور به حركت كوي او هڅه دې وكړي چې د احرام په محظوراتو كې واقع نشي.
كه سفر مستقيما (جدې) ته د الوتكې په واسطه وي نو احرام به له كور نه ، يا له هوايي ميدان نه او يا په الوتكه كې پرې لازم دى ؛ځكه كه دى د (جدې) هوايي ډګر ته بي احرامه ورسيږي نو دى له ميقات نه تېر دى او (دم) پرې واجبيږي.

كله چې (مكې مكرمې) ته ورسيد مستحب دى چې له ننتو وړاندې غسل وكړي كه دا كار شونى و،- او وروسته لدې چې خپل سامان په مطمئن ځاى كې كېږدي- بيت الله الحرام ته به د باب السلام- باب بني شيبة- له لوري ننوځي او دا دعاء («أعوذ بالله العظيم، وبوجهه الكريم، وسُلطانه القديم من الشيطان الرجيم، بسم الله، اللهمّ صلِّ على محمّد وآله وسلم، اللهمّ اغفر لي ذنوبي وافتح لي أبواب رحمتك( ))به ووايي.
كله يې چې په بيت شريف سترګې ولګيدې وبه وايي : («اللهمّ زد هذا البيت تَشريفاً وتعظيماً وتكريماً ومهابة، وزد من شرَّفه وكرَّمه ممَّن حجهُ أو اعتمره تَشريفاً وتكريماً وتعظيماً وبراً…». «اللهمّ أنت السلام ومنك السلام فَحيِّنا ربنا بالسَّلام»( )) بيا به حجر اسود ته ورمخ شي او مچو به يې كړي – كه شونى و- او كنه نو په لاس به ورته اشاره وكړي، بيا په طواف پيل وكړي ، او د تحية المسجد لمونځ دې نه كوي؛ځكه د بيت الحرام تحيه طواف دى ، او كله چې خلاص شو نو دوه ركعته د طواف به د مقام ابراهيم شاته وكړي، بيا به زمزم اوبه د شفاء په نيت وڅښي او ښه به ځان پرې مړوي.

او چې كله حاجي مفرد يا قارن وي نو دا طواف يې د قدوم طواف حسابيږي چې ترې وروسته ورباندې سعى نشته. خو كه سعى يې وكړه دا د حج سعى حسابيږي او د طواف الافاضه نه وروسته ورباندې بيا راګرځول نشته. او كه متمتع و نو دا طواف د عمرې دى پرده لازم دي چې د صفا او مروه ترمنځ سعى وكړي ، بيا ځان په حلق(سر خېرلو)يا تقصير (ويښتو كمولو) حلال او له احرامه وباسي چې پدې د عمرې مناسك پاى ته رسيږي د احرام له لباس نه به ځان حلال كړي او خپلې عادې جامې به واچوي ولې مفرد او قارن به د احرام په جامو كې وي.

درېيم: د ترويې (۸ مې ورځې)نه د نحر(اختر ورځې) پورې:
چې كله د ترويې ورځ د ذې الحجې اتمه راشي نو په متمتع دي چې له هغه ځاى څخه چې دى پكې دى د حج احرام وتړي او داسې به كوي لكه څرنګ يې په لومړي احرام كې په ميقات كې كړي و،او ټول به منى لورته متوجه كيږي ، نو د ماسپښين، مازديګر ، ماښام او ماسخوتن لمونځونه به پكې كوي او د عرفې ورځې ته به تيارى كوي ، او چې كله د ذې الحجې نهمه ورځ شوه چې دا د عرفې ورځ ده حاجي به له منى څخه تر لمر ختو وروسته تكبير ،تهليل او تلبيه ويونكي وځي ان چې («مسجد نمرة» )ته ورسيږي چې هغه د عرفې په پوله پروت دى ، غسل به وكړي كه ممكن و ، بيا به تر زوال وروسته عرفات ته داخل شي او دا پر عرفات د (وقوف) ودريدو پيل دى او په عرفات كې دې ودريدو ته ادامه وركوي دعاء به كوي، تكبير، تلبيه به وايي او قرآن لولي، د ماسپښين او مازديګر لمنځونه به په يو آذان دوو اقامتونو ادا كوي ، د امام خطبې ته به غوږ نيسي تر لمر پريوتو پورې به دلته وي بيا په ډېراطمئنان، د تلبيې او ذكر ويلو سره مزدلفې ته مخه كوي او هلته به د ماښام او ماسخوتن لمنځونه مسافرانه (قصر) په يوه آذان او دوه اقامتونو داسې ادا كړي چې نفل يې منځ كې نه وي، په مزدلفه كې شپه تېره كړي او د سهار لمونځ به هم پكې وكړي ، بيا به د مشعر الحرام په لور مخه كړي هلته به ودريږي دعاء به كوي تر څو چې رڼا شي او تر لمر ختو وړاندې به د منى په لور مخه كړي ذكر او تلبيه به وايي.

څلورم: د يوم النحر نه تر وروستيو مناسكو پورې:
د نحر ورځ د ذې الحجې لسمه ورځ (لوى اختر) دى ، سنت دادى چې خپل اعمال داسې ترتيب كړي: (رمى) د جمرو ويشتل،(ذبح)قرباني (حلق) سر خيرل ، او بيا طواف دى ، كه دا اعمال سره وړاندې وروسته كړي څه پروا نه لري. چې رمى ، ذبح اوحلق وشي دى له احرام نه ووت چې خپلې ښځې سره د كوروالي پرته هر څه ورته روا دي او ديته (التحلل الاول يا الاصغر) وړوكى حلاليدل وايي، او چې كله يې طواف افاضه وكړ بيا ورته د خپلې ښځې سره د كوروالي په شمول هر څه ورته روا دي او دا (التحلل الثاني يا الاكبر) لوي حلاليدل دي ، دا هغه مهال چې د قدوم په طواف پسې يې سعى كړې وي ، كه دا سې يې نه وي كړي نو تر طواف الافاضه وروسته به سعى وكړي او له احرام نه به خلاص شي.

بيا به په منى كې د ايام التشريق شپې تېرې كړي هره ورځ به جمرې ولي ، كه په يولسمه او دولسمه يې تلوار وكړ او جمرې يې وويشتي نو تر رمى وروسته د مكې په لور مخه كړي او كه ديارلسمې ورځې ته ځنډيده نو د رمى نه پس مكې لورته مخه كړي چې دغه ډول مناسك پاى مومي. او كه حاجي مفرد و نو ورته مستحب ده چې عمره وكړي نو (تنعيم) ته ورشي او له هغه ځاى به د عمرې احرام وكړي، طواف او سعى به وكړي بيا په حلق يا قصر وكړي بيا ورته مستحب ده چې زر تر زره خپل وطن ته را وګرځي ، او چې كله د مكې نه د رخصتۍ اراده وكړي د وداع طواف به بي له سعى وكړي او ورپسې به دوه ركعته لمونځ وكړي او څومره يې يې چې خوښه وي دعاء به وكړي.

حاجي ته مستحب دى چې په ( مدينه منوره) كې د نبوي مسجد زيارت وكړي ، كله چې جومات ته ننوځي ، د روضې شريفې په لټه دې شي او هغه د نبوي منبر او قبر شريف تر منځ دى ، دلته به دوه ركعته تحية المسجد ادا كړي او له الله تعالى څخه دعاء وغواړي او ډېر كوښښ به ؛ځكه دى د رياض الجنة په يوه روضه كې دى.
بيا به د رسول الله صلي الله عليه وسلم قبر شريف ته مخه كړي او د سر مبارك په موازي به په ادب ، احترام ودريږي او په آهسته اواز به په رسول صلي الله عليه وسلم سلام واچوي او وبه وايي : («السلام عليك يا نبي الله، السلام عليك يا خيرة الله من خلقه. السلام عليك يا سيد المرسلين وإمام المتقين. أشهد أنك بلغت الرسالة، وأديت الأمانة، ونصحت الأمة وجاهدت في الله حق جهاده»( ))

بيا زيارت كونكى په رسول الله صلي الله عليه وسلم درود او صلاة ووايي ، بيا دې دغه ځاى ښي لورته له متر نه په كمه اندازه پريږدي او د ابوبكر صديق – رضى الله عنه-سر سره به ځان ومومي نو په هغه به سلام واچوي،بيا به هم د يوه ذراع په اندازه وړاندې شي نو ځان د عمر- رضى الله عنه- سر سره ومومي او په هغه به هم سلام واچوي.
ورپسې زيارت كونكى مخ په قبله ودريږي څومره يې چې خوښه وي د ځان، موراوپلار ، خپلوانو، او د هغه چا لپاره چې دعاء يې ورڅخه غوښتې ده اود ټولو مسلمانانولپاره دعاء كوي.

زيارت كونكى بايد د رسول الله صلي الله عليه وسلم حجره لمس نكړي ، پنجرې او ديوالونه ښكل نه كړي، طواف دې نكړي؛ځكه له دې كار نه په ډېرو احاديثو كې د رسول الله صلي الله عليه وسلم منع راغلې ده .

پكار ده چې زيارت كونكى په مدينه كې خپل موجوديت غنيمت وګڼې ، د رسول الله صلي الله عليه وسلم په جومات كې پنځه وخته لمونځ وكړي ، او پرې لازم دي چې پكې د قرآن كريم تلاوت ، دعاء ، استغفار او تسبيح زيات وكړي.

او مستحب دى چې زيارت كونكى د بقيع زيارت وكړي هلته چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم اصحاب مهاجر او انصار او نور صالحان دفن دي ، لكه څرنګه چې هغه به د احد شهيدانو په ځانګړي توګه د سيد الشهداء حمزه رضى الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د تره زيارت ، او همداراز د قباء د مسجد زيارت به كوي او د مدينې نه تر رخصتيدو مخكې به دوه ركعته د رسول الله صلي الله عليه وسلم په مسجد كې كوي او دا دعاء به كوي چې الله تعالى ورته بيا بيا دغه فضيلت په برخه كړي.

د دې خلاصې مهم مآخذ:
– الموسوعة الفقهية الكويتية
– دليل الحاج والمعتمر للشيخ جاد الحق
– الحج والعمرة للمستشار فيصل مولوي
– فتاوى عدد من العلماء.
\ او لدې سره ما دا لازمه وګڼله چې د أ.د.توفيق الواعي (نفحات الحج.. وتضرعات الحجيج
) يعنې دحج ښيګڼې .. او د حاجيانو سوال زاري په عربي بڼه لدې خلاصې سره ور زيات كړم كيداى شي چې كوم حاجي صاحب ما عاجز بنده هم په مقدسو ځايو كې په دعاء كې ياد كړي.( )
«لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، يحيي ويميت، وهو حي لا يموت، بيده الخير وهو على كل شيء قدير، اللهم اجعل في قلبي نوراً، وفي سمعي نوراً، وفي بصري نوراً، وفي لساني نوراً..
اللهم اشرح لي صدري ويسر لي أمري»، وليقل: «اللهم رب الحمد، لك الحمد كما نقول وخيراً مما نقول، لك صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي، وإليك مآبي وإليك ثوابي..
اللهم إني أعوذ بك من وساوس الصدر، وشتات الأمر، وعذاب القبر.. اللهم، إني أعوذ بك من شر ما يلج في الليل، ومن شر ما يلج في النهار، ومن شر ما تهب به الرياح، ومن شر بوائق الدهر..
اللهم، إني أعوذ بك من تحوُّل عافيتك، وفجأة نقمتك، وجميع سخطك.. اللهم، اهدني بالهدى واغفر لي في الآخرة والأولى، يا خير مقصود، وأسنى منزول به، وأكرم مسؤول.. أعطني العشية أفضل ما أعطيت أحداً من خلقك وحجاج بيتك، يا أرحم الراحمين..
اللهم، يا رفيع الدرجات، ومنزل البركات، ويا فاطر الأرضين والسموات، ضجت إليك الأصوات بصنوف اللغات.. يسألونك الحاجات! وحاجتي إليك ألّا تنساني في دار البلاء إذا نسيني أهل الدنيا..
اللهم، إنك تسمع كلامي وترى مكاني وتعلم سري وعلانيتي، ولا يخفى عليك شيء من أمري، أنا البائس الفقير المستغيث المستجير، الوجل المشفق، المعترف بذنبه، أسألك مسألة المسكين، وأبتهل إليك ابتهال المذنب الذليل، وأدعوك دعاء الخائف الضرير، دعاء من خضعت لك رقبته، وفاضت لك عبرته، وذل لك جسده، ورغم لك أنفه.. اللهم، لا تجعلني بدعائك رب شقياً، وكن بي رؤوفاً رحيماً، يا خير المسؤولين وأكرم المعطين.. إلهي، من مدح لك نفسه فإني لائم نفسي.. إلهي، أخرست المعاصي لساني فمالي وسيلة عن عمل، ولا شفيع سوى الأمل.. إلهي، إني أعلم أن ذنوبي لم تبق لي عندك جاهاً، ولا للاعتذار وجهاً، ولكنك أكرم الأكرمين.. إلهي، إن لم أكن أهلاً أن أبلغ رحمتك فإن رحمتك أهل أن تبلغني، ورحمتك وسعت كل شيء، وأنا شيء.. إلهي، إن ذنوبي وإن كانت عظاماً صغار في جنب عفوك؛ فاغفرها لي يا كريم..
إلهي، أنت أنت، وأنا أنا؛ أنا العوّاد إلى الذنوب، وأنت العوّاد إلى المغفرة.. إلهي، إن كنت لا ترحم إلا أهل طاعتك، فإلى من يفزع المذنبون! إلهي، تجنبت عن طاعتك عمداً، وتوجهت إلى معصيتك قصداً؛ فسبحانك ما أعظم حجتك علي! وأكرم عفوك عني! فبوجوب حجتك علي، وانقطاع حجتي عنك، وفقري إليك، وغناك عني إلا غفرت لي.. يا خير من دعاه داع، وأفضل من رجاه راج، بحرمة الإسلام وبذمة محمد عليه السلام أتوسل إليك، فاغفر لي جميع ذنوبي، واصرفني من موقفي هذا مقضي الحوائج، وهب لي ما سألت، وحقق رجائي فيما تمنيت..
إلهي، دعوتك بالدعاء الذي علمتنيه؛ فلا تحرمني الرجاء الذي عرفتنيه.. إلهي، ما أنت صانع العشية بعبد مقر لك بذنبه، خاشع لك بذلته، مستكين بجرمه، متضرع إليك من عمله، تائب إليك من اقترافه، مستغفر لك من ظلمه، مبتهل إليك في العفو عنه، طالب إليك نجاح حوائجه، راج إليك في موقفه مع كثرة ذنوبه.. فيا ملجأ كل حي، وولي كل مؤمن، من أحسن فبرحمتك يفوز، ومن أخطأ فبخطيئته يهلك..
اللهم، إليك خرجنا وبفنائك أنخنا، وإياك أمّلنا، وما عندك طلبنا، ولإحسانك تعرضنا، ورحمتك رجونا، ومن عذابك أشفقنا، وإليك بأثقال الذنوب هربنا، ولبيتك الحرام حججنا.. يا من يملك حوائح السائلين، ويعلم ضمائر الصامتين، يا من ليس معه رب يُدعى، ويا من ليس فوقه خالق يُخشى، ويا من ليس له وزير يُؤتى، ولا حاجب يُرشى، يا من لا يزداد على كثرة السؤال إلا جوداً وكرماً، وعلى كثرة الحوائج إلا تفضلاً وإحساناً..
اللهم، إنك جعلت لكل ضيف قرى، ونحن أضيافك فاجعل قِرانا منك الجنة.. اللهم، إن لكل وفد جائزة، ولكل زائر كرامة، ولكل سائل عطية، ولكل راج ثواباً، ولكل ملتمس لما عندك جزاءً، ولكل مسترحم عندك رحمةً، ولكل راغب إليك زلفى، ولكل متوسل إليك عفواً، وقد وفدنا إلى بيتك الحرام ووقفنا، بهذه المشاعر العظام، وشهدنا هذه المشاهد الكرام، رجاء لما عندك؛ فلا تخيب رجاءنا. ووصّيتنا بالعفو عمن ظلمنا، وقد ظلمنا أنفسنا وأنت أحق بالكرم؛ فاعف عنا.. ربنا، اغفر لنا وارحمنا.. أنت مولانا.. ربنا، آتنا في الدنيا حسنة، وفي الآخرة حسنة وقنا برحمتك عذاب النار». يا رب.. يا رب.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د