افغانستان

پوليسو د اشرف غني د سلاکار يوسف پښتون لاس مات کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني سلاکار يوسف پښتون د کابل پوليسو له لوري ډبول شوی او د هغه لاس يې مات کړی دی.

يوسف پښتون ويلي، دوی د افغان ترک لېسې جنجالي موضوع په اړه يادې ليسې ته ورغلي وو، خو د کابل امنيه قومندانۍ مرستيال نجيب سرتېر پولیسو ته امر وکړ، د پښتون په ګډون څلوېښت کسيزه ډله وډبوي.

پښتون وايي، پوليسو د نجيب سرتېر په امر پر دوی اوبه وشيندلې، دوی يې پر ځمکه وغورځول، پوليسو پرې وهل ډبول پيل کړل او د ده لاس يې هم مات کړ.

د کابل پوليسو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو يوسف پښتون وايي، د پېښې په تړاو يې ولسمشر او ملي شورا ته شکايت کړی دی.

د پښتون په وينا د ملي شورا چارواکو ډاډ ورکړی، چې دغه قضيه به تعقيبوي او پایلې به يې له يوسف پښتون او رسنيو سره شريکوي.

يوسف پښتون د  کندهار پخوانی والي او جنوب ختيځو ولايتونو پخواني تنظيمه رييس، همدارنګه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ  پر مهال د ښار جوړونې وزير و او اوس د ګډ حکومت د مشر اشرف غني سلاکار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x