افغانستان

میدان وردګ: په روغتون د ګډو ځواکونو په چاپه کې د ډاکټر او پایواز په ګډون څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۱۸چنګاښ، ۱۳۹۸ل):  د میدان ودرګو ولایت په چک ولسوالۍ کې په یوه ځايي روغتون باندې د امریکايي او دولتي عسکرو په ګډه چاپه کې د ناروغ د یوه پایواز او د روغتون د مدیر او یوه خادم په ګډون یو تن ډاکټر وژل شوی او د یوه بل برخلیک لا هم څرګند نه دی.

له میدان وردګو ولایت څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، تېره شپه ګډو ځواکونو د چک ولسوالۍ په «سیدانو» روغتون حمله وروړې چې په پایله کې یې د روغتون د لابراتوار سرپرست ډاکټر یاسین، د روغتون مدیر، د سلطان حمید په نامه د روغتون خادم او د عطاءالله په نامه د یوه ناروغ پایواز وژل شوي.

په یاده چاپه کې د وحیدالله په نوم د یو جراح ډاکټر د مرګ او ژوند درک نشته.

په ورته وخت کې ګډو ځواکونو د یادې ولسوالۍ په برګوډه کلي باندې هم چاپه اچولي او یوه موټر او موټر سایکل ته یې اور ورته کړی.

یاده دې وي، چې د سولې د تاوده بهیر له پیل سره جوخت ګډ حکومت د طالبانو د ځپلو په پلمه عملیات پیل کړي، چې تر ډېره یې زیان عامو وګړو ته اوښتی.

همدا دوې ورځې وړاندې د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې هم ګډو ځواکونو «۵» تنه عام وګړي وژلي وو او د خلګو نقلیه وسایطو ته یې او ورته کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x