افغانستان

بغلان: د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې د يوې کورنۍ ۷ تنه وژل شوي «انځورونه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بهرنيو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو د وژنو په دوام دا ځل بيا په بغلان ولايت کې د ډرون الوتکو بريدونو د يوې کورنۍ ۷ تنه وژلې دي.

له بغلان ولايت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې بې پيلوټه الوتکو تيره شپه د ډنډ شهاب الدين ولسوالۍ په کتب خيلو سيمه کې د ولسي وګړو يو کور په نښه کړی دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې اووه تنه ولسي وګړي وژلي دي.

له پيښې وروسته نن سهار د سيمې اوسېدونکو د اعتراض په توګه د وژل شويو جسدونه له ځان سره د زمانخيلو سيمې ته ليږدولي دي او هلته يې د بغلان- کندز په لويه لاره اعتراض ته دوام ورکړی دی.

د سيمې سلګونه پارېدلو کسانو چې د وژل شويو ماشومانو جسدونه يې هم له ځان سره ليږدول د امريکا او ګډ حکومت د مشرانو او په خلاف يې شعارونه ورکول او ويل يې چې د دوی په وينو يې سودا روانه کړې ده.

دوی وايي چې د حکومت مشران يې په وينو مستي کوي او د ولس غم ورسره نشته او د وژل شويو ولسي وګړو د قاتلينو د محاکمې غوښتنه يې کوله.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې او هوايي بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ولسي وګړو په تلفاتو کې زياتوالی راوستی دی.

تر اوسه د بغلان امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خادم منګل

الله اکبر الله اکبر
یا الله ته کفار تباه او برباد کړه. حوصلی مو ختمی می دی، اوس افغان ولس ته صرف یوه لاره پاتی ده د غیرت او همت، کنی همداسی حال صبا زما او ستا په کور هم راځی.
یا الله ته معصومو وینو انتقام واخلی.
افغان ولس د سر او مال قربانی ته تیار دی صرف یو غږ ته ضرورت لری، د سولی په پړاوونو کی کفارو ظلمونه انتها ورسید. د کفارو سولی په ټګۍ برګۍ نوره باید تیر نه ایستل شو.

جميل

انا لله و انا اليه راجعون .
چيری ياست هووووو د غاصب کفارو او منافق غلامانو خواخوږو خايه مالانو ، د خدای پارته وګوری ، که يوڅه ايمان او افغانيت درپاته وی د بادارانو او مالکانو مو وغواړی چی واړه ، زاړه او ښځی مه وژنی ، د خدای په غضب اخته سی .

عبد الله

هر سوک که افغان دی یا خارجی چی بیگناه انسانان په هر نامه وژنی الله پاک دی یی تباه او برباد کری. ستر ظلم یی کری دی خدای تعالی دی سزا ورکری.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x