افغانستان

زابل: د شاه جوی ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل): د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ چارواکي وايي چې د طالبانو د بريدونو د زياتوالي له امله ياده ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

د شاه جوی ولسوال وزير محمد جوادي رسنيو ته ويلي دي چې له تيرو دوو ورځو راهيسې طالبانو د شاه جوی ولسوالۍ په مرکز بريدونه زيات کړي دي چې په نتيجه کې يې د ولسوالۍ يوه پوسته سقوط کړې ده؛ شپږ امنيتي سرتيري يې وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي.

جوادي ويلي چې طالبانو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په سيمه کې تيلفوني شبکې هم بندي کړې دي چې له امله يې دوی له سختو ستونزو سره مخ کي دي.

هغه ادعا وکړه چې په يادې ولسوالۍ د بريدونو له پاره له کندهار او غزني ولايتونو څخه هم طالبان ورغلي دي او غواړي په ډله ييزه توګه په ولسوالي بريدونه وکړي او سقوط يې کړي.

جوادي ويلي دي چې له مرکزي حکومت څخه يې بيا بيا د مرستو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه يې چا غږ نه دی اورېدلی او زياته کړې يې
ده چې که حکومت بيړنۍ مرستې ونه کړي نو ډېر ژر به ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

بل لور ته د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي هم د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو بريدونه تائيد کړي دي او ويلي يې دي چې ددې ولسوالۍ په څلورو امنيتي پوستو بريدونو کې يې تر شلو زيات پوليس وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x