افغانستان

د سلما بند اوبه کمې شوي؛ د برېښنا تولید یې ۱۳میګاواټو ته ښکته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل): د هرات څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د دغه ښار برېښنا پرچاویږي او لامل یې د سلما بند د دوه توربینونو بندیدل دي.

د سلما بند چې د هند په مالي مرسته جوړ شوې د ۳۵ تر ۳۸ میګاواټ برېښنا د تولید توان لري. خو د هرات د برېښنا ریاست بیا وايي چې د سلما بند کاسه کې اوبه کمې شوي او هریرود – مرغاب سیند حوزې ریاست له دوی غوښتي چې دوه د برېښنا د بند توربینونه غیرفعال کړي.

د برېښنا د ریاست د معلوماتو پر اساس د توربینونو بندیدل د دې لامل شوي چې د سلما بند د ۳۵-۳۸ میګاواټ برېښنا پر ځای یواځې ۱۳ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د هرات ولایت اوس ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او د دې اړتیا پوره کولو لپاره افغانستان له ۷۰ تر ۱۰۰ میګاواټ برېښنا له ایران، ۵۰ تر ۶۰ میګاواټه برېښنا له ترکمنستان او ۳۰ تر ۴۰ میګاواټه برېښنا د سلما بند څخه ترلاسه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x