افغانستان

خالد نور: بین الافغاني ناسته په ډېره «صمیمانه» فضا کې ترسره شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل):  د بلخ د پخواني والي او د جمعیت ګوند د اجرائیه رئیس «عطاء محمد نور» زوی «خالد نور» چې په دوحه کې یې په بین الافغاني ناسته کې ګډون درلود، له دې ناستې خوښي ښودلې او له افغانستان څخه یې د بهرنیو عسکرو د وتلو هیله کړې.

خالد نور له نن ټکی اسیا سره په خپله مرکه کې وویل « دلته مو د ښځو د حقوقو، بیان د ازدۍ او د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پوښتنې وکړې، ټولو لورو په ډېر ښه او صمیمانه ډول له یو بل سره خپل شکایتونه، ګیلې او اندېښنې شریکې کړې».

نور زیاته کړه « سوله تر ټاکنو او بل هر څه اهمیت لري او که چېرې موږ له طالب وروڼو سره د سولې توافق ته ورسېږو باید ټاکنې ورته وځنډېږي، له دې امله چې د سولې په صورت کې غوره ټاکنې کېدای شي».

نوموړي همدا راز په خپلو خبرو کې د یوه ازاد هیواد د درلودلو په هیله له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل اړین وبلل او له طالبانو یې وغوښتل څو په لنډ وخت کې د جګړې له ټولو اړخونو سره مذاکراتو ته کښېني او داسې یو توافق ته ورسېږي چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x