افغانستان

اصیلا وردګ: د طالبانو په اړه مې «برداشت» بدل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د سولې عالي شورا غړې او د دوحې د بین الافغاني ناستې ګډونواله «اصیلا وردګ» له طالبانو سره له خبرو خوښه ښکاري او په وینا یې، د طالبانو په اړه يې برداشت بدل شوی.

اصیلا وردګ له نن ټکی اسیا سره په خپله مرکه کې وویل «لومړی ما فکر کاوه چې طالبان به له موږ سره ناستې ته حاضر نه شي، ځکه دا ځل یوولس مېرمنې له افغانستان څخه راغلې وې خو هغوی له موږ سره کېناستل، شکایتونه او اندېښنې مو له یو بل شریکې کړې او اوس ددوی په تړاو زما برداشت بلکل بدل شوی».

اصیلا زیاته کړه « طالبانو راته ډاډ راکړی چې د راتګ په صورت کې به ښځو ته د تعلیم، کار، میراث او ملکیتونو درلودلو حق ورکول کېږي خو تر څنګ یې تاکید وکړ چې ښځې که زده کړې کوي ټولګي یې باید له نارینه وو بېل وي او مخلوط تعلیم باید ونکړي».

اصیلا وردګ ددې پوښتنې په جواب کې چې «له پریکړه لیک څومره راضي یاست» وویل، پریکړه لیک خو ډېر ښه وو او زموږ د تمې سره سم شیان پکې ځای په ځای شوي وو خو تر دې به لا ښه دا وه چې له دې ټکو څخه د څارنې لپاره یوه کمېټه جوړه شوې وای او د سرغړونې په صورت کې یې څارنه کولای.

نوموړې په پای کې د طالبانو سره لیدنې په تړاو له هغوی خوښي وښوده او زیاته یې کړه « ددوی په دریځ کې ډېر بدلون راغلی خو ښه به دا وي چې جګړه او تشدد نو هم راکم شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدی

پرته له کوم شکه باید اصیلا وردګ جانه خوشحاله وي چې طالبانو په دومرو مسلمانو، محجبو ، لوستو مېرمنو کې دې ته په دوحه کې د خبرو کولو او نظر وړاندې کولو لپاره وخت ورکړ .ځکه ښايي هغې خپله پر ځان دا اعتماد نه درلود چې طالبان به د دې سره د خبرو کولو او نظرونو وړاندي کولو لپاره کښېني. خو کله چې دا محترمه هلته ور وغوښتل سوه ، نو خود به د هغو سره په خبرو کولو خوښه ښکارېده او په وینا یې د طالبانو په اړه یې برداشت هم بدل سو؟!!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x