نن هند د نيوزيلند پر وړاندې د نړيوال جام په لومړۍ نيمه پايلوبه کې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۸): د ۲۰۱۹م کرېکټ نړيوال جام په لومړۍ نيمه پايلوبه کې هندوستان لوبډله نن د سه شنبې په ورځ د نيوزيلند لوبډلې پر وړاندې د مانچسټر په اولډ ټرافر لوبغالي کې د ماسپښين په ۲:۰۰ بجې مخامخ کيږي.

که څه هم نيوزيلند لوبډلې د نړيوال جام په لومړيو کې تر ټولو مخکښ لوبډله وه خو د تېرو درې پرلپسې ماتو له کبله به له فشار سره مخامخ وي.

د ۲۰۱۹م نړيوال جام په لومړي پړاو سياليو کې هند او نيوزيلند يو له هغه لوبډلو څخه دي چې د ورښت له کبله يې سيالۍ لغوه شوې ده او تر دې دمه له يو بل سره نه دي مخامخ شوي.

بل خوا هند لوبډله ده چې په خپلو نهو سياليو کې يې يوازې له انګلستان لوبډلې څخه ماتې خوړلې ده، يوه سيالۍ يې د ورښت له کبله لغوه شوې او په ۷ سياليو کې يې بريا خپله کړې ده.

نيوزيلند لوبډلې په ۲۰۱۵م نړيوال جام کې له سويلي افريقا څخه په نيمه پايلوبه کې تاريخي بريا خپله کړې وه، خو په پايلوبه کې يې له استراليا سره څخه ماتې وخوړه.

هند لوبډلې د سريلانکا پر وړاندې د ايم ايس دهوني په مشرۍ د ۲۰۱۱م نړيوال جام اتلولي خپله کړه، خو په ۲۰۱۵م نړيوال جام نيمه پايلوبه کې يې له استراليا څخه ماتې خوړلې وه.

د يادونې ده چې د نړيوال جام دويمه نيمه پايلوبه به د پنجشنبې په ورځ په ۱۱م جولايي د استراليا او انګلستان لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي چې پايلوبه به د دوه ګټونکو لوبډلو ترمنځ په ۱۴م جولايي د يکشنبې په ورځ ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د