افغانستان

د وردګو والي په روغتون هوايي بريد کې د ډاکټرانو او ملکيانو وژنه تائيد کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ميدان ودرګ والي ددې ولايت د جلګې ولسوالۍ په روغتون هوايي بريد کې د ډاکټرانو او ملکي وګړو وژنه تائيد کړه.

د ميدان ودرګ والي مظفر الدين يمين رسنيو ته ويلي دي چې د تيرې شپې په هوايي بريد کې څلور تنه وژل شوي دي خو د ټپيانو شمير معلوم نه دی.

هغه ويلي دي چې په وژل شويو کسانو کې ډیر يې د عامې روغتيا کارکوونکي دي چې په ياد روغتون کې يې رسمي دندې درلودې او يو یې ناروغ و چې روغتون ته د تداوۍ لپاره ورغلی و او څلور تنه مړه او ټپيان معلوم نه دي.

د جلګې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي انجينر احمد شاه راشد نن ټکي اسيا ته ويلي چې د جلګې ولسوالۍ په روغتون بريد کې يې يو تره ډاکټر وحيدالله چې د روغتون مسؤل هم و ورک شوی دی او دوی يې له مړي او ژوندي پسې ګرځي.

انجينر راشد ويلي دي چې په وژل شويو کې يو تن د روغتون د لابراتوار مسؤل، بل د روغتون عمومي مسؤل، يو بل کارمند او يو ناورغ شامل دي.

هغه ويلي دي چې په روغتون کې نورې ښځينه ناروغانې هم وې خو هغوی ته کوم زيان نه دی اوښتي خو د روغتون د درملو خونه له منځه تللې.

دا په جلګې ولسوالۍ کې يواځينی روغتون دی چې اتلس کاله وړاندې د تنګي سيدان په لومړي کلي کې جوړ شوی دی او د سيمې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي خو دا دوهم ځل دی چې د ګډو ځواکونو له لوري بمباريږي.

دوه کاله وړاندې هم په ياد روغتون هوايي بريدونه شوي وو چې ډاکټران او ناروغان په کې وژل شوي وو او بيا د سيمې خلکو لاریونونه کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خدای مکړه که طالبانو دا جنايت کړی وای پر کفارو او منافقو غلامانو به يی جشن وای او د نړی په ټوله ميډيا کی به همدا د سر خبر وای ، خو ن ن دوی ټوله ړانده ، کاڼه او ګنګيان دی پدی چی دوی غوندی جانيانو دا جنايت کړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x