افغانستان

قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې نن بېرته پيليږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان روانې کشالې د سوله‌ ييز حل په موخه به نن د طالبانو او امریکا خبرې له دوه ورځني ځنډ بېرته پيل شي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د قطر بین الافغاني ناستې ته خوشبيني ښکاره کړې او د ناستې ټولو ګډونوالو او جهتونو څخه يې د دغې کاميابې غونډې لپاره مننه کړې ده.

خلیلزاد په خپل ټويټر  پيغام کې ليکلي: «موږ به نن سهار له طالبانو سره د خپلو خبرو په بيا پيلولو سره په خپلو هڅو ټينګار وکړو.»

د تېر جون مياشتې په ۲۹مه نېټه د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو اووم پړاو پيل شوی و، دغه خبرې د جولایي تر شپږمې روانې وې، دواړو لوریو په کې د پرمختګونو په اړه څرګندونې کولې، خو د جولایي په اوومه او اتمه د دوه ورځنۍ بین الافغاني ناستې له امله دغه خبرې ځنډول شوې وې او نن به يو ځل بيا پيل شي.

امريکا او طالبان دواړه له روانو خبرو خوښ دي.

طالبان وايي، د روانې کشالې نږدې اتيا، نوي سلنه ستونزې حل شوي او د پاتې نورو خبرو لپاره به دې مذاکراتو ته دوام ورکړي.

زلمي خلیلزاد هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې د څلورو موضوعاتو څخه يې طالبانو سره درې حل کړي او يوه جنجالي موضوع لا هم پاتې ده، خو نوموړي د جنجالي موضوع يادونه ونه کړه، چې کومه يوه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x