افغانستان

ګډ حکومت د دوحې بین الافغاني ناستې د پرېکړه‌ ليک د ځينو ټکو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل):  د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت د سولې په تړاو د دوحې بین الافغاني ناستې او پرېکړه ليک د ځينو ټکو هرکلی کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادریس زمان نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، د دوحې بین الافغاني ناستې په پرېکړه ليک کې ځينې مهم او مثبت ټکي شته، چې  دوی يې هرکلی کوي.

ادریس زمان زیاته کړه: «تېره شپه د قطر بین الافغاني خبرې د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره پای ته ورسېدې، په دغه اعلاميه کې ځينې مثبت ټکي هم شته، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو او ناستې زمینه برابرولی شي.»

د قطر بین الافغاني ناسته د جرمني او قطر په کوربه توب د جولايي په اوومه او اتمه جوړه شوې وه، د امریکا سربېره طالبانو او له کابله ورغلو ګډونوالو دغه ناسته د سولې لپاره ښه فرصت بللی دی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، د افغانانو ترمنځ خپلمنځي ناستې د دې سبب کېدای شي، چې روانې څلوېښت کلنې  کشالې ته د پای ټکی کېږدي.

هغه د بین الافغاني ناستې د تنظيموونکو قطر او جرمني سربېره د ناستې له ټولو ګډونوالو هم مننه کړې ده.

خلیلزاد وايي، له دوه ورځو ځنډ وروسته به نن يو ځل بیا له طالبانو سره د اووم پړاو ځنډول شوي مذاکرات بېرته پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x