ټولنیزه برخه

ته شپږ ساعته وخت لري!

ژباړن: شمس الرحمن شمس

پخوانیو زمانو کې یو بزرګ سړی و، هغه به سمندر کې ماهیان نیول او له همدې لارې به یې خپلې کورنۍ ته رزق ګاټه.

دا ماهي نیونکی ډېر پرهیزګار او ډېر زیارکښه انسان و له خپلو کارونو سره به یې عبادات ته هم ډېره پاملرنه کوله.

یو ورځ یې له سمندر څخه خاص ماهیان ونه نیول بس له ډېرو ساعتونو وروسته یو ماهي په لاس ورغی او هغه یې بازار ته یوړ مګر، د ماهیانو بازار هم سوړ و، سړی مجبور شو او ماهي کور ته راوړ او میرمن ته یې وویل چې، نن هېڅ کار ونه شو او دا یو ماهي مې را نیولی.

میرمن یې هم ماهي واخیست او وي ویل، کومه خبره نشته دا به زه پاک کړم او درته به خوندور کباب ترې جوړ کړم.

د ماهي نیونکي میرمن چې کله ماهي پاکوي نو د ماهي له خیټي یو ډېرځلېدونکي غمی ترلاسه کوي، هغه یې په لېدو حیرانیږي او په منډه خپل خاوند ته ورځي او ورته وایي.

دا وګوره څومره ځلیدونکی غمی مې پیدا کړه.

ماهي نیونکي هم د لومړي ځل لپاره داسې ځلېدونکی غمی ویني نو خپلې میرمنې ته وایې، په الله قسم چې دا به زموږ ژوند را بدل کړي.

سړی را ولاړېږي او د بازار یو زرګر ته غمی ښایي.

زرګر چې کله دا غمۍ ویني نو ورته له ځنډ وروسته وایي، ګرانه وروره دا ډېر قیمتي غمی دی زما وس دې غمي ته نه کېږي چې له تا څخه یي واخلم بلکې ماسره دومره پیسې نشته زه به تاته یو مشهور او شتمن زرګر وښایم چې هغه به ددې قیمت درکړل شي.

سړی له هغه څخه رخصت اخلي او د هغه زرګر کور ته ورځي کوم چې ډېر شتمن دی.

کله چې سړی د زرګر مخې ته ورځي نو سلام ورته کوي او بیا ورته وایي چې ماسره یوه قیمتي غمی دی که تاسې دا وګورئ.

زرګر چې کله له کڅورې قیمتي غمی راباسي نو حیرانیږي او ورته وویل وروره!

خدای دې تاسې ته دا شتمني پېرزو لري زه که دا ټول سره زر او کور خرڅ کړم هم ستا ددې قیمتي غمي قیمت نه شم پوره کولای.

ښه خبره داده چې تاسې دا والي صیب ته یوسئ او هغه به ستاسې لپاره ددې قیمت درکړل شي ځکه هغه سره ډېري خزانې دي.

ماهي نیونکی له زرګر څخه اجازه اخلي او د والي دربار ته حاضریږي.

والي ته خپل قیمتي غمی ښکاره کوي، والي هم ورته د دواړو زرګرانو خبره کوي او ورته وایي که څه هم زه ددې قیمتي غمي پیسې نه شم درکولی خو ته داسې وکړه چې زما خزانې ته به لاړ شي او هرڅومره چې ترې وړي نو کولای شي.

والي، ماهي نیونکي ته غږ کوي هو یوه خبره په یاد لره چې ته شپږ ساعته وخت لري!

ماهي نیونکی خزانې ته ځي کله چې، د خزاني کلا ته داخلیږي نو دریو کوټو سره مخ کېږي چې یوه خونه کې سره زر او قیمتي غمی و، سړی ډېر خوشحالیږي او په زړه کې یې وویل چې دا خو به سم سره زر له ځان سره یوسم او خپله دنیا به سمه بدله کړم.

سړی چې دویمې خونې ته راځي، نو ګوري چې سره کړې کباب له هر ډول خوندورو خوړو او میوو سره مخ کېږي په بېړه دې خونې ته ورننوځي.

لکه څنګه چې دا ډېر وږی و نو له ځان سره یې وویل چې راځه همدا وخت دی چې نن په مړه خېټه ډوډۍ وخورم بیا به کله داسې موقیع په لاس راځي.

ماهي نیونکي په خوراک پوره یو ساعت تېر کړ او بیا یې په میوو خوړلو څه وخت تېر کړ خو بلاخره له دې خونې په مړه خېټه راووت.

کله چې دریمې خونې ته ننوځي نو یو پالنګ یې ولیده چې د وریښمو څخه پوښل شوی و خونه کې ښایسته خوشبو وه، نه په کې ډېره رڼا او نه هم دېره تیاره وه.

سړي له ځان سره وویل چې همدا وخت دی چې د بادشاهۍ له پالنګ څخه خوند واخلم او له خوب وروسته به ښه دمه شم نو بیا به د سرو زرو او پیسو په وړلو کې پوره طاقتور اوسم.

ماهي نیونکی په خوب ویده شو ښه مزیدار دروند خوب کې غرق شو چې یو وخت یو کس په لغت وواهه او ورته یې زیاته کړه.

پاڅه کم بخته، وخت دې پوره شو!

ماهي نیونکی چې سترګي پرانیزي نو والي یې مخې ته ولاړ و ماهي نیونکی په ډېرې ورخطایي ورته وایي، بادار صیب دا څه کوي ما خو ستا له خزاني تر اوسه هېڅ هم نه دي وړي.

والي ورته وویل: ستا وخت پای ته ورسېد او تاسې خپل وخت عبس تېر کړ تاسې کولای شو چې، پیسې او سره زر دې له ځان سره وړي وای او بهر دې ځانته له دې خوندور خواړه او خوب کولای شو.

خو ته ډېر بدبخته او غافله انسان یې، ستا په څېر کم عقلو او غافلو خلکو ته زما په تخت خوب حرام دی ژر وځه بیا په دې لورې رانه شي.

که څه هم ماهي نیونکي ډېرې زاری وکړي خو تش لاس کور ته راغی او هر څه یې د خپل غفلت له وجې وبایلل.

دکیسې مفهم دادی چې په دنیا کې موږ الله ج همداسې یوه خاص وخت لپاره رالېږلي یو خو موږ او تاسې د دنیا په خوندونو کې ډوب یو او د ماهي نیونکي په څېر مو اصلي کار پریښی.

ګناه کوو او وایو چې لا خو ډېر وخت دی حال دا چې هر وخت مرګ راتلای شي، که ماشوم، که ځوان او که بوډا اوسي مرګ درباندې راتلونکی دی نو لازمه ده چې د ځان لپاره نیکي وګټو او د دنیا له خوندونو ځان لري وساتو ترڅو د اصلي خوندونو او مزو څخه بې برخې نه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx