افغانستان

د پاکستان فضا د بندیدو سره افغانستان دوه نوي هوايي لارې ایجادې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ملکي هوایي چلند وايي چې د پاکستان د هوايي حریم د بند پاتې کېدو وروسته يې د افغانستان څخه د پروازونو د تېریدلو لپاره يې دوه نوي پروازونو لیکې ایجادې کړي دي.

دغه دوه نوې هوايي لیکې د افغانستان د لویدیځ څخه ختيځ لوري ته ایجاد شوي او د ملکي هوايي چلند ادارې په باور د دغو دوو لارو پرانستل به د ختیځ او لویدیز آسیا ترمنځ د الوتکو فاصله کمه کړي او فلای دوبۍ، قطر ایرویز، او نور هوایي شرکتونه به د دې لارې څخه کار واخلي.

د خبرپاڼې له مخې افغانستان او تاجکستان په دې اړه موافقې ته هم رسیدلي او تېره ورځ يې د رسمی مباحثې څخه وروسته د لویدیځ څخه ختیځ ته نوې لاره د رسمي يادښت سره پرانستل شوه او هم په سيستم کې اضافه شوه.

همدا راز بله د لویدیځ ختیځ لاره چې پخوا یې د پاکستان ختیځې او لویدیځې برخې څخه تیریدی، په لویدیز او ختیځ کې د اصلاحاتو په راوستو سره پرانستل شوه او په دې سره به بیرته ختیځه آسیا د لویدیزی آسیا سره ونښلول شي.

د خبرپاڼې له مخې دوهمه د لویدیځ څخه ختيځ ته لاره چې پخوا د پاکستان ختيځ او لویديځې برخې څخه تېريدې اوس په لویدیځ او ختيځ کې اصلاح شوي چې ورسره به بېرته ختيځه آسیا له لویدیځې آسیا سره ونښلول شي.

پاکستان د روان کال د فرورۍ د میاشتې په وروستیو ورځو کې خپل هوايي حریم د ټولو پروازونو پر مخ وتړلو چې اغېز يې د افغانستان څخه په تېریدونکو پروازونو هم وشو. د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د پاکستان د هوایي حریم د بندیدو سره د پروازونو شمیر کم شوی دی.


یادې ادارې زیاته کړې چې د نوو لارو پرانېستل د شرکتونو او د هوایي شرکتونو نړیوالي ټولنې (AITA) له خوا یې هرکلی شوی.

څه موده وړاندې د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي وو چې د پاکستان د فضا بندیدو سره افغانستان ته ۱۵ میلیونه ډالر تاوان رسیدلی دی.

د پاکستان د هوايي حریم د بندیدو له کبله له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پروازونه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان له فضا تېریدل او بیا د پاکستان خاورې ته داخلیدل خپل مسیرونو ته تغییر ورکړ.

همدا راز هندي شرکتونو چې افغانستان ته يې پروازونه درلودل خپل پروازونه وځنډول.

د پاکستان د هوايي حریم د بندیدو سره اوس افغاني هوايي شرکتونو د ایران له لارې هند ته سفر کوي. د هند یو ساعت او پنځوس دقېقې سفر اوس نیږدې ۵ ساعتونو ته اوږد شوې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x