هندوستان غواړي چې د پاکستان سره د برق په اړه مرسته وکړي
نن ټکی آسیا: هندوستان ویلی چې غواړي د پاکستان سره د برق په اړه مرسته وکړي..
د پاکستان د تجارت وزیر ظفر محمود نن ویلي چې د هندوستان دغه وړاندی به په نیژدې راتلونکي کی د پاکستان له خوا وڅیړل شی، او دا به څرګنده شی چې هندوستان به پاکستان ته څومره برق ورکوي، او په کوم نرخ به یی ورکوی.
پاکستان د انرژی په برخه کې د سخت کمښت سره مخامخ دی، او په ټوله هیواد کي په منظمه توګه د ورځي او شپي برق ځي.
تمه کیږی چې پاکستان او هندوستان د رواني میاشتي په 27 او 28 نیټه باندي د تجارتي وزیرانو په کچه مذاکرات وکړي..