افغانستان

حامد کرزي د دوحې بین الافغاني ناسته مثبته بللې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوحې بین الافغاني ناسته مثبته بللې او ټينګار يې کړی، چې د افغانستان کشاله يوازې هغه مهال حل کېدای شي،  چې افغانان په خپلو کې سره کيني.

د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، حامد کرزي د بین الافغاني ناستو  پر دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د افغانستان روان کړکېچ يوازې هغه مهال حل کېدای شي، چې افغانان په خپلو کې سره کيني او د خبرو او تفاهم له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

کرزي دا خبرې په داسې حال کړي، چې تېره ورځ په دوحه کې د جرمني او قطر په کوربه توب جوړه شوې دوه ورځنۍ بین الافغاني ناسته پای ته ورسېده.

دغه ناسته د اته ماده ‌ييز پرېکړه ليک په اعلانولو پای ته ورسيده.

د دغه پرېکړه ليک مهم بندونه د اسلامي او افغاني ارزښتونو ساتنه، د ناروغو او سپين ږيرو بنديانو خوشې کول، د ملکي تاسيساتو ژغورنه او د ملکي مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټيټول وو.

د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت د ځينو ملاحظاتو سربېره د دوحې بین الافغاني ناسته مثتبه ارزولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x