د نيوزيلند او هند لوبډلو ترمنځ نيمه پايلوبه د ورښت له کبله سبا ته وځنډيده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوال جام په ترڅ کې د هند او نيوزيلند لوبډلو ترمنځ لومړۍ نيمه پايلوبه د ورښت له کبله وځنډيده چې سبا د چهارشنبې په ورځ به يو وار بيا له همدې ځايه پېل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ نيمه پايلوبه نن د سه شنبې په ورځ پېل شوه چې نيوزيلند لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دوی په ۴۶.۱ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو «۲۱۱» منډې جوړې کړې، ويليمسن او ټيلر نيمه سليزې ووهلې.

دغه مهال لوبه د ورښت له کبله وځنډيده چې وروسته د ورښت پرلپسې وريدلو او خراب موسم په وجه لوبه د نن لپاره لغوه اعلان شوه.

لکه څرنګه چې د کرېکټ نړيوالې شورا د روان نړيوال جام نيمه پايلوبو او پايلوبې لپاره د ورښت پرمهال يوه ورځ ځانګړې کړې، نو ددې لپاره به ننۍ لوبه سبا يو وار بيا پېليږي.

https://twitter.com/cricketworldcup/status/1148643616937713664?s=20

د کرېکټ نړيوالې شورا د قانون له مخې که يو ورځنۍ لوبه د ورخت له کبله وځنډيږي نو لږ تر لږه د ساعتونو په تېريدو لوبه ۲۰-۲۰ اورونو ته راښکته کيږي، که داسې هم ونشي لوبه لغوه کيږي، او د مساوي کېدو پرمهال به سوپر اور ترسره کيږي.

که چیرې همدغه حال پایلوبه کې هم وشي او په دواړو ورځو لوبه ترسره نه شي نو پایلوبې ته وتونکي دواړه لوبډلې یوځای د جام ګټونکي وي.

نيوزيلند لوبډله به سبا ماسپښين په دوه بجې يو وار بيا له همدغه ځايه په کوم ځای چې يې نن سيالۍ ځنډيدلې پېل کوي، او يوازې د ۳ اورونو او ۵ توپونو لپاره به توپوهنه کوي چې ورپسې به هند لوبډله ټاکل شوی هدف بشپړوي.

که چيرې سبا د چهارشنبې په ورځ هم لوبه د باران له کبله وځنډيده او ټاکلي اورونه ترسره نه شول، بيا به هغه لوبډله چې په جدول کې وړاندې والی لري- پايلوبې ته لار مومي. په دې سره هند لوبډله په جدول کې وړاندې والی لري او پايلوبې ته به لار مومي.

ياده دې وي چې دويمه نيمه پايلوبه به د استراليا او انګلستان لوبډلو ترمنځ د پنجشنبې په ورځ ترسره کيږي، د يادو لوبډلو لپاره هم د ورښت لپاره يوه ځانګړې ورځ ټاکل شوې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د