افغانستان

سهیل شاهین: له خلیلزاد سره مو د اجنډا په وروستیو ټکو تفصیلي بحث کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸چنګاښ ۱۳۹۸ل):  په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» وايي، د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره یې د اجنډا په وروستیو ټکو تفصیلي بحث کړی او د همدې ټکو د وروستي کولو په موخه به په نږدې راتلونکې کې بیا ځلې سره جرګه شي.

شاهین په خپل ټویټر لیکلي « نن مو د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر خلیلزاد سره داجندا په وروستیو ټکیو تفصیلي بحث وکړاو اتفاق پدې شو چې اوس به وقفه وکړو. هر لوری به بحث شوي موضوعات له خپلو مشرانو سره شریک او مشوره وکړی او ژر به د یادو ټکیو د نهایي کولو لپاره سره کښينو».

تر سهیل شاهین وړاندې زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي وو ، چې سهار مهال یې له طالب استازو سره لیدلي، اوس بجینګ ته روان دی او له هغه ځایه به د سولې پروسې په تړاو د راپور وړاندې کولو او مشورې په موخه واشنګټن ته ځي.

د سولې اووم پړا و خبرې چې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو او له دې هیواد څخه نړۍ ته د نه تهدید په دوو موضوعاتو راڅرخېدلې، طالب استازي یې داسې مهال وروستیو ټکو ته را رسېدلې بولي، چې تېره ورځ زلمي خلیلزاد هم د بین الافغاني ناستې په تالار کې له رسنیو سره وویل، له طالب لوري سره يې په خبرو کې ډېر زیات پرمختګ کړی.

نوموړي تر دې وړاندې هم په یوه ټويټ کې اووم پړاو مذاکرات هیله بښونکي او له لاسته راوړنو ډک بللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x