
مسکو له بین الافغاني ناستې هرکلی وکړ
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته ستایلې او هیله یې کړې چې دا ناسته به د سولې د توافقنامې لپاره د بنسټونو په اېښودلو کې مرسته وکړي.
ټاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې «ماریا » له خولې لیکي « په دوحه کې د افغانانو له خپلمنځي ناستې چې د جولای په ۷ او ۸ نېټه ترسره شوه هر کلی کوو او هیله لرو چې دا ناسته به د سولې د توافق لپاره د بنسټونو په جوړولو کې مرسته وکړي».
ماریا زیاته کړه « د دوحې بین الافغاني ناسته د هغې ناستې دوام دی چې په فبروري میاشت کې د روسیې په مسکو کې د افغان سیاسیونو او د طالبانو تر منځ دایره شوې وه».
د ماریا په خبره، دا ډول ناستې په اوسني حالت کې د جګړې د بېلابېلو اړخونو تر منځ د اړیکو یوازینۍ لاره ده چې په نشتون کې یې یوې پایدارې سولې ته رسېدل ناممکن ښکاري.
د دوحې بین الافغاني ناسته چې تېره ورځ پای ته ورسېده، له افغانستان څخه ګڼ شمېر مخور او د ټولني نفوذ لرونکي اشخاص ورته بلل شوي وو.
ددې ناستې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم نشر شوه، چې د افغانستان د خپلواکۍ په موخه کېدونکی جنګ پکې جهاد وبلل شو او د اسلامي نظام غوښتنه پکې وشوه.