سړی څنګه ښه شاعر شي

محمد عليم بسمل

ښې شاعرۍ ته دوه لارې ورغلي طلب،اوهمت ،طلب هغه ځواک دی چې نه وي داسې نه چې سړی پخپل ځای دریږي بلکې شاته راځی یوه لوټه یاتیږه راواخله اودآسمان لوري ته یې وشړه ستادمټو دځواک اوزورپه اندازه به پورته روانه وي کله چې ستادقوت اندازه پای ومومي پخپل ځای دریږی نه، بلکه رالویږي رحمان باباوایی وایي :(روشنایي مې په طلب کې کړه حاصله )طلب وي خو،ورکيږي نوځکه مونږداسې نه وایوچې طلب څنګه پیداکیږي بلکه داسې وایوچې څنګه ورکیږي!

کله چې شاعرځانته ښه شاعرووایې دپرمختګ ضرورت نه احساسوي چې زه بایدښه شعرولیکم الطاف حسین حالي ګل خبره کړي چې په ادب کې قناعت دومره لویه ګناه ده لکه په دین کې قناعت نه کول ابوذؤیب وایي «والنفس راغبة اذارغبتها*واذاتردالی قلیل تقنع» زه چې کله خپل شعرونه لولم نوداسې تصورکوم چې داځماشعرنه دي دبل چاشعردی که داسې ونکړم نونېمګړتیايې نشم درکولای بله داچې هدف لرې ټاکل پکاردي مثلاًکه ته غواړي چې دعلامه غوندې اشعارولېکې نوداسې به نه وایې چې زه دعلامه غوندې شعرجوړول غواړم بلکې داسې به وایې چې بایدله علامه رح څخه شعرولیکم که له اقبال نه دښه شاعري ونکړه دهغه په څیرخوبه شې اوکه دهغه په څېرنه شوې نه اوس هم نه يې هوښیارنښه ویشتونکی چې کله نښه ولي نوهدف لرې ټاکې که پاتې وکړي هدف اوهدف ته نزدي لګیږي.

چاویل چې په دریاب کې ګوهرنشته

یواځې دپیغمبرۍ اورسالت په اړه مې اوریدلي چې په دې مقام کې دانسان سعیه اوکوشش دخل نلري دخدای چې چاته خوښه شي نوپیغمر يې کړي (الله یجعلُ رسالته حیث یشاء) کله چې څوک غواړي چې بریالی شی نوبایدمخکې له مخکې داخبره په ذهن کې کینوي چې هيڅ کارناشونی نه دی داخبره دبري لومړی شرط دی پخپله سیمه کې مې یووستراو،اصلاحي کارته ملاوتړله هرچابه راته ویل چې داکارناشونی دی مابه ورته ویل چې داخبره چې (داکارنه کیږي )ځانته ماته ورکول دي پریږدی چې هغه څوک ماته راکړي چې دمقابلې اراده لري بناءً که څوک غواړي چې ښه شاعرشي نوپیغمبرجوړېدل نه غواړي بلکې دداسې کاراراده یې کړې چې په سعیه سره ترلاسه کېدلای شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د