
هند د چابهار پرمختیایي بودیجه درې چنده کمه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ چنګاښ ۱۳۹۸ل): هندي رسنۍ وایي چې د هند حکومت په نظر کې لري چې د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ز مالي کال په بودیجه کې د چابهار پرمختیایي بودیجه له ۲۲ میلیونه ډالرو څخه ۶ میلیونه ډالرو ته ښکته کړي.
هند د چابهار بند د پرمختیا لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر بودیجه ځانګړې کړې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او بانګونې اتاق ویاند جان اقا نوید د هند له خوا د پرمختیایي پروژې د کمیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د هوایي حریم د بندیدو وروسته د کابل سترګې د چابهار له لارې سوداګرۍ ته وې او د هند له خوا د چابهار د بودیجې کمول به د افغانستان او هند پر سوداګرۍ هم اغیز وکړي.
تیر کال افغانستان د هوایي دهلیزونو له لارې هند ته د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت مالونه صادر کړل خو د پاکستان د هوایي حریم د بندیدو سره دغه صادرات هم بند شول.
هند پخوا ویلي وو چې د چابهار بندر به د ۲۰۱۹ز کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.