
امریکا د لبنان پارلمان وکيلانو سربېره د حزب الله پر درې غړو بنديزونه لګولي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): امریکا د لومړي ځل لپاره د لبنان پر دوو پارلماني وکيلانو او د حزب الله ډلې پر لوړپوړي امنيتي غړي بنديزونه لګولي او هغوی يې په تور لېست کې شامل کړي دي.
د امریکا د ماليې وزارت په خپلې تازه پرېکړه کې د لبنان د پارلمان غړی محمد رعد او امين شري سربېره د حزب الله لوړپوړی امنيتي مسؤول وفیق صفا په تور لېست کې شامل کړي او د هغوی پانګې او بانکي حسابونه يې کنګل کړي دي.
محمد رعد له ۱۹۹۲ کال راهيسې د پارلمان غړی او د حزب الله پارلماني ليډر دی.
امريکا وايي، امين شري له داسې اشخاصو سره اړيکې لري، چې د امریکا له لوري په تور لېست کې شامل دي او تور يې پرې لګولی، چې نوموړی له خپل منصبه د حزب الله د فعاليتونو لپاره ګټه پورته کوي، چې دا کار د لبنان حکومت او خلکو له مصالحو سره په ټکر کې دی.
د امريکا ماليې وزارت د امين شري هغه انځور هم خپور کړی، چې د ایران سپاه پاسدران د «القدس» ډلګۍ له مشر جنرال قاسم سليماني سره يې اخيستی دی.
د امریکا ماليې وزارت له لوري په اعلان شوي تور لېست کې درېيم نوم د حزب الله ډلې د امنيتي چارو د لوړپوړي مشر وفیق صفا دی.
وفیق صفا د حزب الله د مشر حسن نصرالله نږدې او باوري ملګری بلل کيږي.
امریکا د لبنان له حکومته غوښتي، د حزب الله ډلې له هغو غړو سره اړيکې پرې کړي، چې د امریکا په تور لېست کې شامل دي او په عين حال کې يې له ملګرو ملتونو هم غوښتي، چې د حزب الله سياسي او نظامي دواړه څانګې په تور لېست کې شاملې کړي.