
امریکا د خلیجي اوبو د ژغورنې لپاره د پوځي ايتلاف جوړولو غوښتنه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): امریکا وايي د عمان خلیج او يمن سمندري اوبو د ژغورنې لپاره بايد نړیوال پوځي ځواک جوړ شي.
د امریکا د سمندري ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډويلي، د نړۍ مهمې سوداګريزې بېړۍ د خلیج له سمندري لارو تېريږي او د دغو اوبو د خوندي کولو په موخه بايد نړيوال پوځي ايتلاف رامنځته شي.
تېره مياشت د عمان خليج کې د تېلو پر دوو لېږدوونکو بېړيو بریدونه شوي وو.
امریکا د دغو بریدونو پړه پر ایران اچولې وه، خو ایران د امریکا تورونه رد کړي وو.
جنرال ډنفورډ وايي، اوسمهال امریکا له ګڼو داسې هېوادونو سره خبرې پيل کړي، چې سيمه کې د اوبو ژغورنې لپاره د پوځي ايتلاف ملاتړ کوي.
جنرال ډنفورډ زياته کړې، چې د خليجي اوبو د امنيت لپاره به امریکا خپلې بېړۍ سيمې ته استوي، خو نور هېوادونه به هم خپلې بېړۍ د خليج سمندر ته لېږي، تر څو له امريکايي بېړيو سره په ګډه د خليج اوبو ساتنه وکړی شي.
د جنرال ډنفورډ په وينا دوی به وګوري، چې څومره هېوادونه په دې امنيتي ايتلاف کې برخه اخلي.
د هرمز تنګی او د يمن باب المندب مهمې سمندري لارې دي، چې له خليج څخه بحر احمر ته ترې لاره وتلې ده.
امریکا په داسې حال کې د خليج اوبو د امنيت لپاره د پوځي ايتلاف جوړولو اعلان کړی، چې امریکا پر ایران نوي اقتصادي بنديزونه لګولي دي.
د دغو بنديزونو له مخې د نړۍ هېوادونه له ایرانه تېل نه شي اخيستی، خو ایران ګواښ کړی، چې هېڅوک يې د تېلو د صادراتو مخنیوی نه شي کولی او که د ایراني تېلو د صادراتو مخنیوی وشو، ایران به د مرمز تنګی د نړيوالو سوداګريزو بېړيو پر مخ وتړي.