اسدالله خان: د کرېکټ بورډ رازونه به د رسنیو پرمخ څرګند کړم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس اسد الله خان ګواښ کړی چې غواړي د کرېکټ بورډ ټول رازونه د رسنیو پرمخ افشا کړي.

وروسته له هغې چې کرېکټ بورډ د سرپرست اجراییه رییس دنده تر ټاکلې مودې وځنډوله، او پر نوموړي یې د څيړنې کولو پریکړه وکړه- اسد الله خان ګواښ کړی چې د ملي او نړیوالو رسنیو ترمخ به د کرېکټ بورډ په اړه هغه رازونه چې له ده سره دي څرګند کړي.

په نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې ناسمه کارکردګي، د لوبغاړو ترمنځ د بې اتفاقۍ خبرې او د ډیسپلن او نظم نه مراعتولو پر سر کرېکټ بورډ د درې غړو دندې د ټاکلې مودې لپاره وځنډولې او پر دوی یې د څيړنو پریکړه وکړه.

د کرېکټ بورډ دغه پریکړه هغه مهال وشوه چې د عمومي رییس عزیز الله فضلي او یو شمېر مهمو غړو له خوا ناسته ترسره شوه، فضلي په دغه ناسته کې د یادو چارواکو د دندې ځنډولو یادونه وکړه او پر دوی یې د څیړنې پریکړه وکړه.

نوموړي وویل: «يوه کميټه به د دوى د کړنو څېړنه کوي، که چېرې په دغه څیړنه کې بې ګناه ثابت شول، خپلو دندو ته به ادامه ورکړي که نه نو له دندو به رخصت کړل شي».

د یادې پریکړې په غبرګون کې اسدالله خان د خپلې فیسبوکپاڼې له لارې له ملي او نړیوالو رسنیو غوښتي تر څو نوموړي ته د خبرو او مرکې کولو زمینه برابره کړي، او په بورډ کې د وروستیو لانجو او ځینو پټو رازونو په اړه په ثبوت سره ولس خبر کړي.

اسدالله خان که څه هم ددغه رازونو په اړه پخوا څه نه دي ویلي او د کرېکټ بورډ له پریکړې وروسته یې غبرګون ښکاره کړی خو نوموړي د نړیوال جام په ترڅ کې د لوبډلې ناسمې کارکردګۍ په پار د لوبډلې روزونکي ملامت ګڼلي وو.

داسې اټکل کیږي چې کرېکټ بورډ د یادو چارواکو په هکله پریکړې ته نږدې شوی او شونې ده نن د چهارشنبې په ورځ د رسنیو پرمخ مهمې پریکړې اعلان شي، د ځینو سرچینو له مخې په دغه پریکړه کې به د افغانستان کرېکټ بورډ د نوي اجراییویه رییس ټاکل هم اعلان شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د