د بدن خارجي او داخلي برخو ته د «تور چای» حیرانونکې ګټې!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): که څه هم په نړۍ کې تور چای په پراخه کچه څښل کیږي خو د افغانستان زیاتره خلک د تور چای خوښونکي نه دي، ددې د څښلو او په بېلا بېلو لارو استعمال یې د بدن داخلي او خارجي برخو ته یو شمېر روغتیایي ګټې لري.

څیړنو ثابته کړې چې په ګرمۍ کې تور چای څښل د بدن تودوخه ټيټوي او انسان له ګرمۍ څخه ژغوري، دغه چای له شین چای سره د روغتیایي گټو او خوند په لحاظ توپیر لري، خو له دې څخه یوازې د څښلو پرمهال ګټه نه بلکې له څښلو وروسته استعمال یې ګټور دی.

د بدن خارجي برخو ته د تور چای ګټې

د غاښونو وریو لپاره

په تور چای کې داسې مواد موندل کیږي چې د غاښونو وریو څخه د وینې تلو مخنیوی کوي، که ستاسې ورۍ سوزي او وینه کوي نو تور چای یا ټي بیګ (له جوشیدو وروسته) پر وریو ومښئ، همدا ډول تور چای خولې ته په اچولو او د مضمضمې په ډول پرې خوله پریمنځل هم ددې سوزش او خارښ له منځه وړي.

د ښپو بدبویي له منځه وړلو لپاره

په تور چای کې شته تیزابيت کولای شي باکتریاوې له منځه یوسي چې ورسره د پښو خوله کمیږي (د پښو بوی د خولې له کبله رامنځته کیږي)، ددې لپاره یوه اندازه تور چای وجوشوئ، له یخیدو وروسته په کې د پنځلس دقیقو لپاره پښې کیږدئ، د لا ښه ګټې ورکولو لپاره دغه کار تر څو ورځو پرلپسې تکرار کړئ.

خارښ لپاره

په تور چای کې موجود مرکب د وینې د مخنیوي درملو په ډول کار ورکوي چې په مرسته یې د ټپ او یا خارښتي ځای څخه د وینې تلو مخنیوی کوي او خارښ کموي، ددې لپاره تور چای له جوشیدو وروسته په یوه ټوټه کې واچوئ او یا هم استعمال شوی ټي بیګ پر اغیزمن شوي ځای کیږدئ، خارښ او سوزش به مو کم شي.

د سترګو خارښ لپاره

که مو سترګې خوشکې او خارښ کوي نو ګرول یې سترګو ته زیان رسوي، د سترګو خارښ له منځه وړلو لپاره سترګې پر یخ شوي تور چای پریمنځئ او یا هم د تور چای دوه ټي بیګ د لسو دقیقو لپاره پر سترګو کیږدئ، ددې په واسطه له سترګو تیزابیت خارجیږي چې په مرسته یې خارښ او سوزش کمیږي، که په یو وار ګټور تمام نشي ددې لپاره نور چای یو وار بیا د لسو دقیقو لپاره پر سترګو کیږدئ او یا یې پریمنځئ.

د شونډو ټپونو لپاره

په تور چای کې کافیین موجود دي، د شونډو زخمونو لپاره چې د زیات خوشکیدو له کبله رامنځته کیږي تور چای ګټور دی، ددې لپاره جوش شوی تور چای او یا هم جوش شوی ټي بیګ د لسو دقیقو لپاره پر شونډو کیږدئ او تر درې-څلورو ورځو لپاره یې تکرار کړئ.

د پښو ټپونو لپاره

که چیرې مو د بوټانو له کبله پښې ټپي شوي وي، نو پر هغه ځای د چای ټوټه یا ټي بيګ کیږدئ، دا په ټپ کې شته باکتریاوې خارجوي، ددې لپاره دغه کار ورځ کې پنځه واره له لسو تر پنځلس دقیقو تکرار کړئ.

د بدن داخلي برخو ته د تور چای ګټې

حساسیت له منځه وړي

که چیرې تاسې د زکام یا نوره الرجي یا حساسیت لرئ د تور چای څښل مو د یادې الرجۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي، په تور چای کې داسې مواد موندل کیږي چې د حساسیت په کمولو کې ګټور ثابتیږي.

همدا ډول د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي، ذهني فشار له منځه وړي، هاضمه غوره کوي، زړه روغ ساتي، د بدن انرژي زیاتوي، د سرطان مخنیوی کوي او په بدن کې د کولیسټرول کچه ټيټوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د