د ۱۳۹۸ کال کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۸ لمريز کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړې.

د لوړو زده کړو وزارت مسؤلينو نن غرمه په کابل کې وويل چې د ۱۳۹۸ لمريز کال پايلې به نن له غرمې وروسته اعلان او د ياد وزارت له ويب پاڼې څخه به په ليکه شي.

د لوړو زده کړو وزارت ويلي دي چې سږ کال نږدې ۲۰۰ زره د دولسم ټولګيو فارغانو په کانکور ازموينه کې برخه اخيستې وه چې د هغې له جملې څخه يې ۸۰ زره زده کوونکي د لوړو زده کړو له پاره دولتي پوهنتونو ته بريالي شوی دي او څه له پاسه ۴۵ زره نور يې نيمه لوړو زده کړو ادارو ته لاره موندلې ده.

د ياد وزارت مسؤلين وايي چې سږ کال ۱۲۶۵۹۶ تنه نوي فارغ شوي زده کوونکي خصوصي پوهنتونونو ته معرفي کوي ترڅو خپلو لوړو زده کړو ته په نيمه تخفيف سره دوام ورکړي.

د ۱۳۹۸ لمريز کال د کانکور ازموينې اول نومره احمد شاه د نصير احمد زوی دی چې د ۳۵۰ نومرو په اخيستلو سره يې د هرات ولايت طب پوهنځي ته لاره موندلې ده.

همدا راز سيد سجاد حسين د ۳۴۶ نومرو په اخيستلو سره په دوهمه نومره د کابل طب ته بریالی شوی دی او قاسم علي د ۳۴۵ نومرو په اخیستلو سره د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته کامياب شوی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د