له جالبې لوبې وروسته نيوزيلند هند مات کړ او پايلوبې ته يې لار وموندله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د نيوزيلند او هند کرېکټ لوبډلو ترمنځ نيمه پايلوبه کې نيوزيلند له جالبې لوبې وروسته هند ته د ۱۸ منډو په توپير ماتې ورکړه او د نړيوال جام پايلوبې ته يې لار وموندله.

د کرېکټ نړيوال جام لومړۍ نيمه پايلوبه چې دويمې ورځې ته هم وغځېده، په زړه بوږنونکي حالت کې پای ته ورسيده، د نيوزيلند لوبډلې توپ اچونکو د هند لوبډلې غوره توپوهونکي په چټک ډول وسوځول او بريا يې پخه کړه.

دغه سيالۍ د سه شنبې په ورځ هغه مهال پېل شوه چې کين ويليمسن پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې پريکړه وکړه، له ستونزمن پېل وروسته نيوزيلند د ويليمسن او روس ټيلر نيمه سليزو په مرسته په ۴۶.۱ اورونو کې ۲۱۱ منډې جوړې کړې چې د زيات ورښت له کبله لوبه وځنډيده او آن تر دويمې ورځې وغځېده.

د کرېکټ نړيوالې شورا قانون له مخې چې نيمه پايلوبې ته يې د ورښت پرمهال ځانګړې ورځ هم ټاکلې وه، لوبه نن ماسپښين له هماغه ځايه بيا پېل شوه چې نيوزيلند په پاتې ۳.۵ اورونو کې ۳۸ منډې جوړې کړې او هند ته يې د «۲۴۰» منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د نيوزيلند توپ اچونکو ميک هينري او ټرينټ بولټ د روهيټ شرما، ويرات کوهلي او کی ايل راهول ويکټې د ۵ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدې، په دې سره هند لوبډله له سخت فشار سره مخ شوه چې تر پايه يې دوام وکړ.

يو مهال جديجا او ايم ايس دهوني چې دواړو نيمه سليزې ووهلې هند لوبډلې ته د بريا هيلې ژوندۍ کړې، خو د جديجا «۷۷» ويکټې له لاسه ورکولو او د مارټن ګپټل پرمټ د دهوني «۵۰» په زړه پورې رن اوټ د لوبې بشپړ اړخ بدل کړ چې په پای کې نيوزيلند د ۱۸ منډو په توپير بريالی شو.

نيوزيلند لوبډلې په پرلپسې دويم وار د کرېکټ نړيوال جام پايلوبې ته لار وموندله، په پايلوبه کې به د استراليا او انګلستان لوبډلو له منځه يوې لوبډلې سره مخامخ کيږي.

ياده دې وي چې نيوزيلند لوبډله په ۲۰۱۵م نړيوال جام کې پايلوبه کې استراليا لوبډلې سره مخ شوې وه او په ستر توپير يې ماتې خوړلې وه، خو ايا راتلونکې يکشنبه به بيا مخامخ شي او که به انګلستان سره پايلوبه وکړي؟

سبا د پنجشنبې په ورځ د جولايي په ۱۱مه نېټه انګلستان د استراليا پر وړاندې مخامخ کيږي چې د نړيوال جام يو له سترو سياليو څخه ګڼل کيږي، دغه لوبه به د برمنګهم په ايګبسټن لوبغالي کې د ماسپښين په ۲:۰۰ بجې ترسره شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د