افتاب عالم د يو کال لپاره د ټولو نړيوالو او کورنيو لوبو څخه کښېنول شو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى افتاب عالم د نړيوال جام پر مهال د ډسپلين د نه مراعت کولو له امله د يو کال لپاره د نړيوالو او کورنيو لوبو څخه کښېنول شو.

افتاب عالم چې د نړيوال جام پرمهال د بداخلاقۍ او د ډيسپلن نه مراعاتولو په تور له لوبډلې کښېنول شوی و، اوس د کرکټ بورډ د پريکړې سره سم د يوه کال مودې لپاره له هر ډول لوبو څخه کښېنول شو او هم کرېکټ بورډ ورسره د يو کال لپاره قرارداد ختم کړ.

د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په وينا، افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د کرېکټ نړيوالې شورا افتاب عالم له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېواد ته راولېږلې و.

د دوى په وينا، چې د نړيوالې شورا د څېړنو نه وروسته افتاب عالم مجرم ثابت شو او د هغوى د شواهدو په رڼا کې د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې په افتاب عالم يو کال بندېز ولګاوه.

تر راتلونکي يو کال پورې افتاب عالم په هېڅ نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستلى او همدا راز د يو کال لپاره ورسره د کرېکټ بورډ قرارداد هم لغوه شو.

د يادونې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ له نړيوال جام وروسته د مهمو پريکړو تابيا نېولې، په دې لیست کې د ځينو چارواکو د دندو ځنډيدل هم وو، همدا ډول يې د افغانستان کرېکټ بورډ لپاره نوی اجرائيه رئيس هم وټاکه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د