لطف الله ستانکزی د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائيه رئيس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹چنګاښ ۱۳۹۸ل):  د افغانستان کرېکټ بورډ له یوې مهمې غونډې وروسته اعلان وکړ چې لطف الله ستانکزی د دغه بورډ اجرائيه رئیس وټاکل شو.

لطف الله ستانکزي تر دې مخکې د افغانستان په کرېکټ بورډ کې د مطبوعاتو او بازار موندنې په برخه کې دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان د کرېکټ بورډ له مخې ددغه بست لپاره ۱۷ تنو خپل تحصیلي اسناد سپارلي وو چې له ډلې يې ۱۲ تنه شارټ لست او د مرکې يا انټرويو لپاره رابلل شوي وو.

نن د چهارشنبې په ورځ په لسم جولايي د افغانستان کرېکټ بورډ د غړو له لورې له ټولو شارټ لست شويو کسانو سره مرکې تر سره شوې چې په پايله کې ددوی په وينا تر ټولو غوره کانديد لطف الله ستانکزی دغې دندې لپاره وټاکل شو.

له لطف الله ستانکزي وړاندې شفیق الله ستانکزی د کرېکټ بورډ اجرائيه مشر و، خو د کرېکټ بورډ عمومي رئيس عزيزالله فضلي هغه له دندې ګوښه او پرځای يې له هغه وروسته د ټاکلې مودې لپاره اسدالله خان سرپرست اجرائيه رئيس وټاکه.

دا په داسې حال کې ده چې کرېکټ بورډ د چارواکو ترمنځ يو شمېر بدلونونه او نوې ټاکنې ترسره کړي دي، له دې وړاندې يې د کرېکټ بورډ په درې غړو د ټاکلې مودې لپاره دندې هم ځنډولې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د