عمران خان د جولايي په ۲۲مه د سپينې ماڼۍ مېلمه دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹چنګاښ ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان د جولایي  په ۲۲مه واشنګټن ته ځي او هلته به د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وګوري.

سپينې ماڼۍ په يوه لنډه اعلاميه کې امریکا ته د عمران خان د سفر پخلی کړی او زياتوي، چې ولسمشر ټرمپ به د جولايي په ۲۲مه نېټه په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته هرکلی ووايي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تېره اونۍ ويلي و، عمران خان به د جولايي په ۲۲مه سپينې ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو له څرګندونو ناخبري ښوولې.

د سپينې ماڼۍ په نننۍ اعلاميه کې راغلي، د ټرمپ او عمران خان په ليدنه کې به د دواړو هېوادونو د اړيکو په غښتلتيا ټينګار وشي او ورسره به د سيمې امنيت، ثبات او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وشي.

امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه ګڼې ګنګوسې روانې وې او څوک نه پوهېدل، چې دا سفر به يې په شخصي توګه وي او که رسمي بڼه به ولري.

دغه ګنګوسې او ابهام نور هم هغه مهال زيات شو، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه ناخبري وښوده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې مورګن اوتاګس تېره ورځ رسنيو ته ويلي و، د عمران د سفر په اړه له دوی سره معلومات نه دي شريک شوي او زياته کړې يې وه، چې په دې اړه به له سپينې ماڼۍ سره اړيکه ونيسي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل ويلي و، امریکا به د دې سفر اعلان په مناسب وخت کې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د عمران بهرنی سفر له جنجال سره مخ شوی وي.

څو ورځې وړاندې روسي رسنيو هم د چارواکو له قوله ويلي و، لومړی وزير عمران خان د سپتمبر په څلورمه مسکو کې «د ختيځو هېوادونو اقتصادي فورم» ته نه دی بلل شوی او د هند لومړی وزير نريندرا مودي به هلته وجود ولري.

هغه مهال هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت روسيې ته د عمران خان د سفر په اړه د رسنيو راپورونه بې بنسټه بللي و او ټينګار يې کړی و، چې د روسيې او پاکستان چارواکي په اړيکه کې دي او په مناسب وخت به روسيه اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره د عمران خان د سفر اعلان وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د