نړۍ

سوریا: بشار الاسد په هیواد کي بیړني حالات ختم کړه

beshar_u_assad_ended_emergency_lae (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۹) سوریه،،،، دسوریی ولسمشر له اوس څخه څو شیبی مخکی په هیواد کي دبیړني حالاتو دختمولو اعلان وکړ، ښاغلی بشارالاسد دبیړنیو حالاتو له ختمولو سره جوخت ددولتي امنیتي عدالت دلغوه کولو امرهم وکړ، دولتي امنیتي عدالت داسي یوه اداره وه چیري چي به یواځي دهیوادسیاسي مخالفین پکښي محکمه کیدل، نوموړي دیوداسي قانون دپلیکیدو اعلان وکړچيري چي دهیواد ټولو وګړوته به لاره خلاصه وي ترڅو دامن په فضا کي مظاهري اولاریونونه وکړي.

ښاغلي بشارالاسد پداسي وخت کي دبیړنی حالاتو دختمولو امروکړ، کله چي دسوریی دکورنیو چارو وزیر دنوموړي له اعلان څخه لږګړی وړاندي پرلاریون کونکو غږکړی وو چي نوردی مظاهره کونکي له هررنګه مظاهرو څخه لاس په سر شی ورنه دحکومت له سخت عکس العمل سره به لاس اوګریوان شي
بخت الرحمن بخت ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x